کابل(پژواک١٥وري٩٢): ولسمشر کرزى وايي، چې په فراه کې د طالبانو بريد، له زندانونو څخه د طالبانو د خلاصون پروړاندې خلک بدبينه کوي.
تېره ورځ د فراه په مرکز کې پر يوې محکمې د طالبانو د بريد په پايله کې ٩ ځانمرګي بريد کوونکي او د لسو امنيتي سرتېرو په ګډون ٥٤ تنه ووژل شول اوتر سلو زيات کسان ټپيان شول.
بريد داسې مهال وشو چې د خپرو شويو راپورونو له مخې په دغه ولايت کې د ځينو طالب بنديانو محاکمه روانه وه.
ولسمشر کزي په خپله راډيويي وينا کې چې نن دوري په ١٥مه خپره شوه وويل په داسې حال کې چې دولت په هېواد کې د ملي حاکمیت او سولې د لازیات ټینګښت لپاره نوي ګامونه واخستل، “طالبانو د دې لپاره د فراه غمیزه وزیږوله.”
کرزي له امريکايي ځواکونو څخه د افغانستان دولت ته د بګرام زندان د چارو لېږدول، له دې زندان او نورو زندانونو څخه د بیګناه طالبان او د طالبانو په نامه د نيول شويو کسانو خوشې کول، د ملي حاکميت او سولې پرلور د دولت نوي ګامونه وبلل.
حامد کرزي وايي، طالبان د پردو د اهدافو لپاره په ولس وژنه لاس پورې کوي ترڅو د پردو جنګ زموږ په هېوادکې ادامه پیدا کړي.
سرچينه ليکي ولسمشر په خپله وينا کې وويل ” د فراه ولایت په مرکز کې پرونۍ ولس وژنې موږ ته وښودله چې طالبان د پردو پر لاسو په یوه سیاسي لوبه کې داسې ګیر شوي دي چې هر عمل یې د دوی خپل شعار نفي کوي.”
خبرپاڼه د ولسمشر له خولي ليکي، “هر کله چې موږ په افغانستان کې د هېواد دملي حاکمیت د خوندي کولو، د خلکو د بسیاینې او پر ځان اتکاء لپاره یو کامیابه ګام پورته کړو، طالبان یو داسې عمل کوي چې په هېواد کې تشدد او تشنج ته لا زیاته زمینه برابره کړي او په هېواد کې روانه شخړه دوام ومومي.”
دغه راز ولسمشر کرزي په خپله وينا کې وويل، د طالب او د طالب په نامه د خلکو نیول او زنداني کول په خپله د تشنج او تشدد یو عامل دی.
هغه زياته کړه” موږ زیارباسو چې د طالبانو په نامه بیګناه بندیان آزاد کړو، د شپې د عملیاتو او ملکي تلفاتو مخه ونیسو او په دې ډول په هېواد کې زور زیاتی او تشنج لږ او د خپلو خلکو عزت خوندي کړو، خو بالمقابل طالبان د پردو په اشاره او دهغوی د اهدافو لپاره داسې استعمالیږي چې د طالبانو په نامه د نیول شوو بیګناه خلکو د آزادۍ او د خلکو د عزت د خوندي تابه په مقابل کې په ولس وژنه لاس پورې کوي او د پردو د اهدافو د تامین لپاره په هېواد کې د سولې د تامین مخنیوی کوي ترڅو د پردوجنګ او ترور زموږ په هېواد کې ادامه پیدا کړي. “
ولسمشر کرزي وويل” زه دلته پر افغاني طالبانو غږ کوم چې له خپلو مشرانو وپوښتي چې د کابل، خوست او فراه دا عام وژنې د چا لپاره او د چا د اهدافو د تحقق لپاره؟ آیا د دې لپاره چې د طالب په نامه نیول شوي بیګناه خلک لا هم بندیان وي او آزاد نه شي او یا د بګرام د زندان انتقال د افغانستان ملي حاکمیت ته ونه شي او حاکمیت ټینګ نه شي؟ که دغه مشران د دوی دغو پوښتنو ته ځواب نه لري، نو رادې شي خپل وطن ته او له خپلو هېوادوالو سره دې خپل صف یو کړي او نور دې د پردو د اهدافو لپاره نه استعمالیږي. “
سرچينه ليکي، د فراه ولایت د پرونۍ دردونکي پیښې د څیړلو لپاره د کابینې د وزیرانو په شمول، یو لوړ پوړی دولتي پلاوی فراه ته استولی شوى دی، څو د پیښې هر اړخیزه څیړنه وکړي او د پیښې له مصدومینو او د وژل شويو له کورنیو سره لازمې مرستې وشي او د ټپیانو د درملنې لپاره لارې چارې وسنجول شي.
حامد کرزي د خپلې وینا په پای کې وویل:” بیا هم په طالبانو غږ کوم چې د پردو ټوپک او د پردو اهداف او افغان وژنه او مسلمان وژنه پریږدیء که مسلمانان یاست او که افغانان.”










