ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د پېښې عاملين دې محاکمه شي

د کونړ د پېښې عاملين دې محاکمه شي

author avatar
8 Apr 2013 - 16:06
د کونړ د پېښې عاملين دې محاکمه شي
author avatar
8 Apr 2013 - 16:06

 کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٢): ولسي جرګې د کونړ په هوايي بريد کې د ملکي وګړو وژنه په کلکه وغندله او د دې پېښې د څېړلو او عاملينو ته يې د محاکمې غوښتنه وکړه.

د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دوه ورځې وړاندې د شيګل ولسوالۍ په شلتن دره کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې ١١ ماشومان، چې عمرونه يې له ٧ کلونو ټيټ وو، ووژل شول او شپږ ښځې په کې ټپيانې شوې.

خو د ولسي جرګې ځينو غړو نن د جرګې په عمومي ناسته کې د يادې پېښې عاملين په کلکه وغندل او د هغوى د محاکمه کېدو غوښتونکي شول.

هغوى د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې پوښتنه وکړه، چې ولې ايساف او افغان ځواکونو مخکې له دې ، چې عمليات ترسره کړي، ملکي وګړي او د اوسېدو سيمې نه په نښه کوي او وروسته له هغه عمليات نه ترسره کوي؟

د جرګي د غړو په وينا، بايد وړاندې تر دې چې بهرني ځواکونه په کوم ځاى کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات ترسره کوي، هغه ښه په نښه او وروسته له هغه لاس په کار شي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي شهزاده شاهد بيا په دې پېښه کې د وژل شوو شمېر ١٣ تنه وښود او ويې ويل، چې په هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د ملت د ژورې خواشينۍ لامل ګرځي.

هغه زياته کړه: ((دوه شپې وړاندې هم د وژل شوو په منځ کې ډېرى ماشومان وو؛ د داسې عملياتو د ترسره کېدو له امله هېڅ يو ولايتي چارواکى له دندې نه دى ګوښه شوى او ولې دا عمليات د ځمکي له لارې نه ترسره کېږي؟))

د کابل ولايت د خلکو استازې نظيفه ذکي هم د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو وژل وغندل او ويې ويل: ((د دغه ستر جنايت له ترسره کېدو وړاندې بايد د وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ترمنځ تشخيص وشي او وروسته عمليات ترسره شي.))

دغې ښځينه وکيله د يادې پېښې د جدي څېړلو غوښتونکې شوه او زياته يې کړه، چې د دا ډول پېښو عاملين بايد مجازات شي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني د جرګې امنيتي کمېسيون ته دنده وسپارله، چې يو پلاوى دې وګوماري او کونړ ولايت ته دې د پېښې د څېړلو په موخه ولېږي.

تېره ورځ ولسمشر کرزي هم ياده پېښه غندلې وه او د پېښې د څېړلو لپاره يې کونړ ته د يوه پلاوي د لېږلو امر کړى و، ترڅو ياده پېښه له نږدې وڅېړي.

خو ايساف ځواکونه وايي، چې په شيګل ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه يې جدي نيولي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

له بلې خوا د شيګل ولسوال عبدالظاهر وايي، هغه ځاى بمبار شوى، چې طالبان په کې راغونډ شوي وو.

نوموړى زياتوي، په دغه بريد کې د طالب د قوماندان کور په نښه شوى، دى او نور ماشومان په کې وژل شوي دي.

خو طالبانو يواځې په دې پېښه د شپږو عادي طالبانو وژل کېدل منلي دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.