کابل ( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢ ) : د پاکستان د کډوالو چارو وزير عبدالقادر بلوڅ په درې اړخيزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته راغلى دى.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ( يو اېن اېچ سي آر) له خوا د چنګاښ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان د کډوالو او سرحدي چارو وزير عبدالقادر بلوڅ نن کابل ته رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې ، چې بلوڅ د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير ډاکټر جماهير انوري سره د علاقې وړ او د کډوالو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، ټاکل شوې ده، چې سبا په کابل کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ترمنځ د کډوالو په اړه درې اړخيزه مشورتي غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې به له پاکستان څخه د افغان کډوالو پخپله خوښه د بېرته ستېندو او د هغوى په ستونزو به خبرې وشي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې ترينګلې شوې دي ، په دې حالاتو کې د پاکستان د نوي حکومت دا لومړى پاکستانى لوړ پوړى چارواکى دى ، چې کابل ته سفر کوي.
په پاکستان کې د ر اجستر شويو قانوني افغان کډوالو د اوسېدنې مهال د ٢٠١٢ کال ددسمبر د مياشتې په ٣١مه، پاى ته رسېدلې، خو پاکستان دغه موده د شپږو مياشتو لپاره وغځوله، چې څلور ورځې وروسته دا نېټه هم پوره کېږي.










