کابل( پژواک ١٨ لړم ٩٢) : د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر وزير جماهير انوري د ولسي جرګې د يو شمېر غړو تر سختو نيوکو لاندې راغى، خو له استيضاح بريالى ووت.
ولسي جرګې د وزارت د برېښنا او سفرونو په لګښت ، د وزارت د مېلمستونونو په کرايو او ځينو نورو برخو کې درغلۍ د کډوالو چارو وزير جماهېر انوري د استيضاح دلايل ښودلي و.
دغه راز ولسي جرګې ويلي و، چې په دې وزارت کې د مقرريو په برخه کې هم ستونزې شتون لري او په بهر کې د افغان کډوالو دستونزو په اړه هم ياد شوي وزارت اړين ګامونه نه دي پورته کړي.
د جماهير انوري د استيضاح لپاره د ولسي جرګې ٥٨ غړيو لاسليکونه کړي و .
د يادو ٥٨ تنو له ډلې څخه په ولسي جرګه کې د هرات استازې ناهيد فريد وويل ، چې د کډوالو چارو وزارت د کډوالو د راستنېدو لپاره ستراتيژيک پلان نه لري .
هغې زياته کړه ، چې دغه وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مهاجرنيو لپاره ٦٢ښارګوټي لري ، چې د وېشلو پرمهال يې د هرې نومرې په بدل کې له مهاجرينو څخه ٣٥٠٠ ډالره بډې اخلي.
دې وويل : ((زه د خپلو ټولو خبرو په اړه اسناد لرم او وزير صاحب ځينو کسانو ته حتى د پرزې په اساس د مهاجرينو په ښارګوټو کې نومرې ورکړې دي .))
فريد وايي ، چې انوري بهر ته د سفرونو لپاره هم د ماليې وزارت او هم له مېزبان هېواد څخه پيسې ترلاسه کړي ، چې دا کار قانون خلاف دى .
د هغې په وينا، د کډوالو چارو په وزارت کې د ډېر اداري فساد د شتون له امله د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېنشرۍ ورسره خپلې اړيکې پرې کړې دي .
په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريې بارکزې وويل ، چې افغانستان له يو شمېر هېوادونو سره د کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې هوکړه ليکونه لري، خو سره له دې هم مېزبان هېوادونه افغانان په زور و باسي .
هغې زياته کړه : ((مهاجرين ځکه په زور ايستل کيږي ، چې دغه هوکړليکونه د يوې وړې شخصي ګټې لپاره لاسليک شوي نه د هېوادولو لپاره .))
بارکزۍ وايي ، چې د ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان په ګډون افغان کډوال په ټوله نړۍ کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دې وزارت چې لومړى درجه مسووليت لري هېڅ هم نه دي کړي .
هغې زياته کړه : ((په ايران کې افغان مهاجرينو ته د زده کړې اجازه نشته او هغه افغانان ، چې په ايران کې کار کوي له هغوى څخه لوړ ټکس اخيستل کيږي .))
په ياده جرګه کې د کندهار استازي محمد نعيم حميدزي لالي وويل ، چې په ياد شوي وزارت کې اداري فساد شتون لري.
د ده په وينا، په تېرو درېيو کلونو کې جماهير انوري ٩١ بهرني سفرونه کړي ، خو د مهاجرنيو د ستونزو د حل لپاره يې هيڅ نه دي کړي .
هغه زياته کړه : ((وزير صاحب د خپلو سفرونو پرمهال هوکړه ليکونه لاسليک کړي ، چې په افغانستان کې ستونزې نشته او مهاجرين بايد راستانه شي، نو همدا ده ، چې اوس په زور افغان مهاجرين ايستل کيږي .))
لالي وويل ، چې د نورو هېوادونو په پرتله په ايران اوپاکستان کې افغان مهاجر له ګڼو ستونزو سره مخ دي .
خو د کډوالو چارو وزير جماهير انوري وويل ، چې دغه وزارت د افغانستان د ملي ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د کډوالو لپاره ستراتيژيک پلان لري .
هغه وويل ، که څه هم چې د ايران اوپاکستان په ګډون يې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل لپاره هڅې کړي او ښې پايلې يې هم لرلې دي، خو اوس هم افغان کډوال د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له ستونز سره مخ دي.
هغه زياته کړه : “موږ او تاسو بايد يو پر بل نيوکې ونه کړو، ټول بايد يوځاى د مهاجرينو او بېځايه شويو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړو “
هغه زياته کړه ، چې په پاکستان کې د افغان مهاجرينو د استوګنې کارتونو وخت پوره شوى و ، خو د دې وزارت په هڅو يې موده تر ٢٠١٥ ميلادي کال تر اخره وغځول شوه .
انوري وايي ، چې په ايران کې ګڼو افغانانو ته د اوسېدو وېزې ته زمينه برابرې شوې او په دغه هېواد کې شاوخوا ٣ سوه زره افغان کډوال په بېلابېلو برخوکې په زده کړه بوخت دي .
هغه وويل ، چې په تېرو درېيو کلونو کې يې له بېلابېلو هېوادونو سره د مهاجرينو د ستونزو د حل په موخه هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي .
هغه زياته کړه : ((ماهېڅ داسې کوم هوکړه ليک نه دى لاسليک کړى ، چې له مخې يې بايد افغان کډوال له بهرنيو هيوادونو په زور وويستل شي او پخواني هوکړه ليکونه دوه اړخيز و هغه ما درې اړخيز او يا هم څلور اړخيزه کړي او په دې مې تل ټينګار کړى ، چې د افغان مهاجرينو راستنېدل بايد تدريجي او با عزته وي .))
د انوري په وينا، يو شمېر افغان کډوال وروسته له هغه له بهرنيو هېوادونو اېستل شوي ، چې د اړوند هېواد درې ګونو محکمو يې د ايستلو پرېکړه کړې ده.
دا په داسې حال ده ، چې نن ملي شورا ته څېرمه هم يو شمېر کسانو لاريون کړى و او ويل يې ، چې له استراليا ، ډنمارک او ځينو نورو هېوادونو څخه افغان مهاجرين په زور ايستل کيږي .
لاريون کوونکو ويل، چې افغان دولت د خپلو وګړو له حقونو څخه دفاع نه شي کولاى او بهرني هېوادونه خپلو سياسي موخو ته د رسېدو په خاطر پر مهاجرينو بېلابېل فشارونه راوړي .
خو جماهير انوري بيا وايي: (( په تېر يو کال کې له استراليا هيواد څخه هيڅ افغان نه دى ډيپورت ( ايستل ) شوى که چېرته يو کس هم په زور ايستل شوى وي، نو زه ستاسو پر وړاندې مسوول يم.))
دغه راز انوري وويل ، چې په تېرو څو کلونو کې د مهاجرنيو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو په مرسته د کډوالو په ښارګوټو کې ٢٢ زره کورنيو ته کورونه جوړ شوي او ٢ سوه زره کسانو ته سرپناوې برابرې شوې دي.
دى وايي ، چې د مهاجرينو د ښارګوټو د نومرو په وېشلو کې اداري فساد ځکه نه دى شوى ، چې دغه نومرې د دولت له اتو ارګانونو جوړ د يو کمېسيون له خوا ويشل کيږي .
هغه په دې وزارت کې د اداري فساد په اړه وويل : ((زموږ وزارت زر کسه پرسونل لري ، چې ٩٠ سلنه يې د اداري اصلاحاتو کمېسيون له لارې راغلي او دا چې زما خپلوان په وزارت کې کار کوي دا يې حق دى ،چې کار وکړي ځکه هغوى د اداري اصلاحاتو کمېسيون له لارې راغلي او دې پوستونو ته مناسب دي .))
انوري وويل ، چې يواځې په ٢٠١٠ کال کې د وزارت له بوديجي څخه ١٢٥٠ ډالره يو شخصي حساب ته انتقال شوي ، چې په هغه هم ځينې برقي وسايل اخيستل شوي دي .
هغه زياته کړه : ((موږ او تاسو خپله بايد فکر وکړو، يو وزير خو ١٢٥٠ ډالره بډې نه اخلي.))
انوري وويل ، چې بهرنيو هېوادنو ته د سفرونو پرمهال ورته هم د مېزبان هيواد له لوري او هم د دولت له لوري پيسې ورکړل شوې دي .
هغه زياته کړه : ((د دولت له لوري يواځې د جيب خرڅ ورکول کيږي او مېزبان هيواد د سفر د نورو برخو د لګښت لپاره پيسې ورکوي .))
وزير وويل ، چې په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو له دفتر سره اړيکې نه دي پرې شوي او په همدې کال يې هم ورسره د مهاجرينو د ستونزو د حل په موخه هوکړه ليک لاسليک کړى دى .
د تلې مياشتې په شپږمه د ازادو رسنيو مشارکت (IMC ) په کډوالو چارو وزارت کې د پراخ اداري فساد په اړه څېړنيز راپور خپور کړ.
خو وزير وايي ، چې ياد شوى راپور سليقوي خپور شوى او بايد هيڅ باور پرې ونه شي .
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ١٥١ تنه وکيلان حاضر و ، چې د وزير يادو ځوابونو ته د قناعت لپاره ١٢٣تنو يي شنه کارتونه پورته کړل .
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل ، جماهير انوري وکولاى شول ،چې په خپلو ځوابونو سره د وکيلانو قناعت ترلاسه کړي، نو د ګډالو چارو د وزير په توګه په خپل ځاى پاتى دى .
د اساسي قانون د ٩٢ مادې له مخې، ولسى جرګه د خپلو غړو د شل سلنه ( پنځوسو تنو) په وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي.
ددې مادې له مخې، كه وړاندې شوې توضيح د قناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د عدم اعتماد د رايې موضوع څېړي.
دغه راز دهمدې مادې له مخې ، له وزيرڅخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي او دغه رايه د ولسى جرګې د ټولو غړو د رايو په اكثريت صادريږي.









