منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۷ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په اسلام اباد کې پوليسو ٥٥ افغانان نيولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۷ کتنې

کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٢): پاکستاني پوليسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې ٥٥ افغانان نيولي دي.

د ياد هېواد رسنيو د کب په ٢٧مه خبر ورکړى، چې نيول شوي افغانان تېره ورځ د امنيتي ځواکونو له خوا د چاڼيزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان د اسلام اباد د مچهر کالونۍ په سيمه کې په خپلو کورونو کې او د کارونو پر مهال نيول شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې دغه کسان د بهرنيو وګړو د قانون له مخې نيول شوي او په پاکستان کې د اوسېدو رسمي اسناد يې نه درلودل.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم پاکستاني پوليسو ګڼ شمېر افغان کډوال په بېلابېلو پلمو نيولي دي.