منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

له وزيرستاني کډوالو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

ښرنه (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د پکتيکا ارګون ولسوالۍ ته د راکډه شوو ۳۵۰ وزیرستاني کډوالو له کورنيو سره د لومړنيو خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ارګون ولسوال محمدرضا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې په دې ولسوالۍ يادو کډوالو ته د يو ميليون افغانيو په ارزښت  دغه حکومتي مرسته ووېشله.

ولسوال زياتوي، چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي او دال شامل دي او په پلان کې ده چې نورې مرستې هم ور ورسېږي.

د ولسوال په وينا، تر دې مخکې يې دوه ځلې له دغو کډوالوکورنيو سره د بېلابېلو توکو مرستې کړې دي.

د سردار په نوم يوه وزيرستاني کډوال پژواک ته وويل، چې نن يې د دولتي پلاوي يوه اندازه مرستې ترلاسه کړې دي.

دغه ٥٥ کلن کس وويل: ((موږ له افغان حکومت څخه خوشحاله يو؛ خو د لا ډېرو مرستو هيله ترې لرو، ځکه هيڅ نه لرو او ګټه وټه هم نشته.))

یو بل کډوال نعمت الله پژواک ته وویل: ((تر اوسه حکومت له موږ سره ډېره مرسته کړې ده او هيله لرو، چې دا مرستې دوام ولري.))

کابو يوه مياشت مخکې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې پراخ عمليات پيل کړل، چې له امله يې زرګونه ځايي کورنۍ پکتيکا او خوست ولايتونو ته راکډې شوې.

له دغو کورنيو سره تر اوسه پر حکومتي مرستو سربېره مرسته کوونکو موسسو او د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو نغدي او د لومړنيو توکو مرستې کړې خو لا هم مرستو ته اړتيا لري.