خوست (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): د بهرنيو چارو وزير د خوست له والي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې دې ولايت کې د وزيرستاني کډوالو لپاره د مرستو د راجلبولو په تړاو له نړيوالو مرسته کوونکو سره خبرې کوي.
د بهرنيو چارو وزیر ضرار احمد عثماني دا ژمنه د خوست له والي عبدالجبار نعيمي تر غوښتنې وروسته وکړه.
د خوست ولايت له مقامه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې وويل شوي چې والي نعيمي د زمري په ٢١مه دې موخه د بهرنيو چارو له وزير سره ليدنه کړې ده.
نعيمي د وزيرستاني کډوالو حالت د اندېښنې وړ بللى او د هغوى د ستونزو هواري او اړتياوو د پوره کولو په برخه کې يې نړيوالې مرستې اړينې وبللې.
د سرچينې په حواله نوموړي ويلي، چې تر اوسه خوست ولايت ته له شمالي وزيرستانه شاوخوا ۲۵ زره کورنۍ راکډه شوې، چې په ټوليز ډول د کډوالو شمېر تر ۲۰۰ زره کسانو اوړي.
نعيمي په دې ليدنه کې ويلي، د بهرنيو چارو وزارت کولى شي چې له کډوالو سره د بشردوستۍ له مخې د مرستو پيغام نړيوالو ته ورسوي او پاملرنه يې راجلب کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د بهرنيو چارو وزير له وزيرستاني کډوالو سره مرسته او همکاري د افغان دولت او نړيوالو مرسته کوونکو ګډ مسووليت بللی دی.
عثماني له مرستندويه ادارو غوښتنه کړې، چې د بشردوستۍ له مخې له راغلو کډوالو سره مرستې زياتې کړي او د اړتياوو په پوره کولو کې دې ورسره مرستې وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې د بهرنيو چارو وزير خپلو اړوند ادارو ته لارښوونه کړې چې له نړيوالې ټولنې او له نورو نړيوالو مرسته کوونکو ادارو سره د کډوالو په اړه معلومات شريک کړي.
د بهرنيو چارو وزير ژمنه کړې، چې په خوست کې له مېشتو وزيرستاني کډوالو سره به د مرستو د ترسره کولو لپاره خپلې پوره هلې ځلې وکړي.
په ياده خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې والي عبدالجبار نعيمي په همدې تړاو په کابل کې له مهمو چارواکو او د نړيوالو مرسته کوونکو سازمانانو له مسوولينو سره پر ليدنو بوخت دی.
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عمليات له پيل سره سم زرګونه کورنۍ د خوست ولايت مندوزيو، نادرشاه کوټ، تڼيو،عليشېر، ګربزو او صبريو ولسواليو ته راکډه شوي دي.
د ځايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه له ۱۱۱۹۷ کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې شوې دي.