مزارشريف، پنجشېر (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ازادۍ د ۹۵مې کاليزې په وياړ يو واټ د دې ازادۍ د اتل غازي امان الله خان په نوم ونومول شو.
دغه واټ د مزارشريف ښار د کابل او مزارشريف پر لويه لاره، فردوسي چوک ته څېرمه موقعيت لري، چې د بلخ ولايت په مقام کې د ازادۍ د ورځې په وياړ د نيول مراسمو په پای کې د دولتي چارواکو له خوا د زمري په ۲۸مه رسماً پرانيستل شو.
په دې غونډه کې د بلخ ولايت د دولتي او امنيتي چارواکو تر څنګ د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې يو شمېر غړو برخه اخيستې وه.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد د بلخ د والي عطامحمد نور پيغام ولوست، چې افغان ولس ته يې د ازادۍ مبارکي ورکړه.
په پيغام کې روانو سياسي حالاتو ته په اشارې سره راغلي وو، چې بايد د ټاکنو روانې ناندرۍ په سمه توګه پای ومومي او افغانستان د يو مستقل هېواد په توګه د يو وړ ولسمشر لرونکی شي.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان رحيمي يادې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د زمري اته ويشتمه د افغانانو لپاره د نېکمرغۍ ورځ وبلله.
نوموړي زياته کړه، چې د تېرو تاريخي وياړونو يادول ښه خبره ده خو چې په روان حال کې ترې په مثتبه توګه ګټه واخيستل شي.
د هغه په وينا، افغانان بايد له دې وروسته خپلمنځي هراړخيزه ستونزې شاته پرېږدي او د وطن د ازادۍ د ساتنې په فکر کې شي.
د يادې غونډې په پای کې د مزارشريف ښار ختيځ لور ته فردوسي څلورلارې ته څېرمه واټ د غازي امان الله خان په نوم ونومول شو او رسماً يې پرانيسته وشوه.
په دې پرانيسته کې د بلخ د ولايتي شورا رييس او امنيه قوماندان برخه اخيستې وه.
بلخوا تېره شپه د مزارشريف لسګونو ځوانانو په داسې حال کې چې د هېواد ملي بيرغونه ورسره وو، په بېلابېلو سيمو کې په موټرو کې ګرځېدل او د خپلواکۍ ورځ يې ولمانځله.
د يو بل خبر له مخې، په پنجشېر ولايت کې هم د يو شمېر دولتي چارواکو په ګډون د خپلواکۍ ۹۵مه کليزه ونمانځل شوه.
د پنجشېر والي مولانا عبدالرحمن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې خپله زړورتيا او مېړانه ښودلې ده او هېڅکله يې د غلامۍ ژوند نه دى غوره کړى.
ده زياته کړه، د خپلواکۍ د ساتلو لپاره بايد چې ټول افغانان په خپلو کې سره يووالى وساتي.
٩٥ کاله مخکې افغانانو د غازي امان الله خان په رهبرۍ د زمري په ٢٨مه له انګرېزانو څخه بېرته خپلواکۍ ترلاسه کړه. افغان-انګليس لومړۍ جګړه په ١٣٣٩، دويمه جګړه په ١٨٨٠ او د انګريزانو وروستۍ لښکرکشي په ١٩١٩ زېږديز کال وه، چې وروسته له هغه د ١٢٩٨ کال د زمري مياشتې په ٢٨مه انګرېزان د افغانستان د خپلواکۍ معاهدې لاسليک ته اړ شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن