ژبه

استراليامېشتوافغانانو په خوست کې له وزيرستاني کډوالو سره مرسته وکړه

خوست ښار ( پژواک، ٥ وږى ٩٣ ) : په استراليا هېواد کې يو شمېر مېشتو افغانانو په خوست ولايت کې له مېشتو يو شمېر وزيرستاني کډوالو سره نغدي مرسته وکړه.

د دغې نغدي مرستې د وېش مسوول ولي ګل مخلص د وږي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده مرسته د استراليا هېواد په مېلبورن ښار کې د کونړ، ننګرهار، خوست او د يو شمېر نورو ولايتونو له مېشتو افغانانو څخه راټوله شوې وه.

نوموړي وويل، ياده نغدي مرسته په خوست کې پر وزيرستاني کډوالو د مرستو د وېش لپاره د ټاکل شوي کمېسيون له لوري پر ۱۶۰ کورنيو ووېشل شوه او هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ ورکړل شوې.

د ياد کمېسيون يوتن غړي او د خوست د حقوقو رييس مولوي بورجان پژواک اژانس ته وويل، چې له استراليا څخه رالېږل شوې نغدي مرسته يې پر هغو وزيرستاني کډوالو ووېشله، چې اقتصادي حالت يې ډېر کمزوری دی.

د ګلان د کمپ يوتن کډوال عمرګل له پژواک اژانس سره په خبرو کې په استراليا هېواد کې له مېشتو افغانانو خوښي څرګنده کړه، چې د دوی د ځينو اړتياوو د پوره کولو لپاره يې ورسره نغدي مرسته وکړه.

عمرګل په دې اړه زياته کړه:((موږ خوشحاله شوو، چې نغدي مرسته يې راسره وکړه، موږ له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د کډوالو اړتياوې په نظر کې ونيسي او مرستې راسره وکړي.))

دا په داسې حال کې ده،چې له شمالي وزيرستان څخه خوست ته له وزيرستاني کډوالو سره کېدونکې مرستې يواځې پر دولت او مرسته کوونکو سازمانونو پورې محدودې پاتې نه شوې، بلکې عامو افغانان هم له هغوی سره تر خپل وسه بېلابېل ډوله مرستې روانې ساتلې دي.

څه موده مخکې د امريکا په متحده ايالتونو او قطر هېوادونو کې هم يو شمېر مېشتو افغانانو له ګڼ شمېر وزيرستاني کډوالو کورنيو سره د يو شمېر خوراکي او ځينو نورو لومړنيو اړينو توکو مرسته کړې وه.

همدارنګه تر دې مخکې د بلخ او کندهار ولايتونو سوداګرو او مدني ټولنو ۱۶ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته او د الکوزي په نوم د سوداګريز شرکت له لوري پر سلګونو وزيرستاني کډوالو ځينې مرستې وېشل شوې وې.

د خوست د ولايت مقام له لوري پژواک اژانس ته د رالېږل شوې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تېرو درې مياشتو کې له شمالي وزيرستان څخه خوست ته له راغليو څه باندې شلو زرو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرستې شوې دي.