کابل (پژواک ٨ وږى ٩٣): د امريکا متحده ايالاتو په خوست او پکتيکا کې د شمالي وزيرستان له بېځايه شويو کورنيو سره دوه نيم ميليونه ډالره مرسته وکړه.
د امريکا د متحده ايالاتو نړيوالې پرمختيايي ادارې له لوري د وږي په اتمه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرسته د (يو ايس اې اى ډي) له خوا روانه اونۍ له يادو ١٥زرو بېځايه شويو کورنيو سره د بېړنيو خوراکي توکو لپاره شوې ده.
سرچينې زياته کړې، ياده اداره به د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو د نړيوال پروګرام (ډبليو ايف پي) او د هغوى له سيمه ييزو او ولايتي همکارانو سره، د افغانستان د مرستې او ژغورنې د عملياتو د پروګرام (APRRO)له لارې د خوراکي توکو د مرستې د وېش په برخه کې خپل ګډ کار ته ادامه ورکړي.
سرچينه کاږي، د امريکا د متحده ايالاتو نړيوالې پرمختيايي ادارې په افغانستان کې د بشري او طبيعي پېښو له امله د زيانمنو شوو خلکو او کورنيو سره، يواځې په ٢٠١٤ مالي کال کې د ٨٧،٨ ميليونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي










