خوست ( پژواک ١١ وږى ٩٣) : ولسمشر کرزي له وزيرستاني کډوالو سره د هر اړخېزه مرستو د ژمنې ترڅنګ اړوندو ادارو ته د همکاريو سپارښتنه وکړه.
د خوست د ولايت له مقامه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي،چې ولسمشر کرزي دغه ژمنې تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له وزيرستاني مشرانو سره په ليدنه کې وکړې.
په دې ليدنه کې د قبايلو او کډوالو چارو وزيرانو،د علماوو د سراسري شورا مشر، د خوست والي او ځينو نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو هم برخه لرله.
سرچينه وايي، چې کرزي يادو کډوالو ته ډاډ ورکړ، څو د ماشومانو د زده کړو، روغتيا، سرپناه او د ځينو نورو اړينو اسانتياوو په برابرولو کې کې به ورسره مرسته وکړي.
د خبرپاڼې په حواله ولسمشر کرزي افغانستان د وزيرستاني کډوالو خپله خاوره وبلله او هغوی ته يې د خپل کور د څښتن په توګه په دې خاوره کې د ژوند کولو بلنه ورکړه.
سرچينې ويلي،چې کرزي د سيمې حالاتو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه، چې په افغانستان او پاکستان کې سوله ټينګښت ومومي او خلک يې سوکاله ژوند ولري.
خبرپاڼه کاږي، چې والي عبدالجبارنعيمي ولسمشرکرزي ته د کډوالو د ستونزو د هواري او اړتياوو په برخو کې پوره معلومات ورکړل.
نعيمي له ولسمشره غوښتنه وکړه، چې د وزيرستاني کډوالو د ستونزو د بنسټيز هواري لپاره د نړيوالو اوږدمهاله بشري مرستو په راجلبولو کې پوره همکاري وکړي.
د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک ته وويل، چې ولسمشر په دغه ليدنه کې د کډوالو، قبايلو او سرحدونو چارو وزيرانو ته دنده وسپارله، چې له کډوالو سره د مرستو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
روان زياته کړه،چې ولسمشر کرزي له وزيرستاني کډوالو سره د خوست د خلکو او ولايتي ادارې مرستې بې ساري وبللې او دا يې د پښتنو د يووالي بېلګه ياده کړه.
د خوست د ګلان د کمپ يو تن وزيرستاني کډوال بهرام خان پژواک ته وويل، چې ولسمشر کرزي ته يې خپل مشران د اړينو مرستو د جلبولو لپاره لېږلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د سرپناه، روغتيايي اسانتياوو او په ژمي کې د اړينو امکاناتو برابرول د دوی تر ټولو جدي غوښتنې دي.
له شمالي وزيرستانه خوست ته د کډوالو د لړۍ له پيله تر دې دمه کابو ۲۰ زره وزيرستاني کورنيو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې شوي دي.
د چارواکو په وينا يادې مرستې د کډوالو چارو نړيوالې ادارې،د خوراک نړيوال پروګرام، د مهاجرت نړيوال سازمان، افغان مدني ټولنو او سوداګريزو شرکتونه کړې دي.