اسعد اباد (پژواک، ۱۸ وږی ٩٣): چارواکي وايي، وسلوالو مخالفينو د کونړ او نورستان په سرحدي سیمه ترنیک کې د عامه نظم د پولیسو پر پوستو کړى چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه سيمه د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې پرته ده.
د کونړ ولایت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل نن سهار وختي، وسله والو د چپې درې – اسعدآباد د لویې لارې په اوږدو کې د پوليسو پر شته پوستو بريد وکړ.
سيدخېل د سه شنبې په ورځ (وږي په ۱۸ مه) پژواک خبري آژانس ته وویل چې د جګړې په ترڅ کې دوه طالبان ووژل شول اودوه تنه نور ټپیان شول چې مړی د جګړې پر ډګر پاتې دي.
نوموړي زیاته کړه چې دا جګړه ترغرمې مخکې شاوخوا نهو بجو پورې روانه وه. دى همداراز وايي چې د عامه نظم پولیسو مرستې ته د ملي اردو پر ورتلونکي کاروان د ماين چاودنه هم شوې ده چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی اودرې تنه نور ټپیان دي.
امنیه قوماندان وایې چې جګړه اوس مهال ختمه شوې ده او د سیمي امنیت ټېنګ دی.
بل خواته وسله وال طالبان وایې چې دوی د چپې درې – اسعد آباد د لویې لارې پر امنیتي پوستو برید کړی او یوه پوسته یې لمنځه وړې او اوه کسان یې وژلي دي.
همدارنګه وسله وال طالبان وایې چې دوی ددې پوستو د ځواکونو مرستې ته د ملي اردو د ورتلونکو سرتېرو پر کاروان هم برید کړی.
طالبان ادعا کوي چې په دغه بريد کې د ملي اردو يو ټانک ويجاړ شوى او پنځه تنه سر تېرې وژلې دي، خو چارواکي دا خبره ردوي.
طالبان په جګړه کې د خپل یوه همکار وژل مني، خو تر دې زیات څه نه وایې.