چاريکار (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): په پروان کې د شهيد اونۍ په اړه د جوړې شوې غونډې يو شمېر ګډونوالو د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو وغوښتل چې ټاکنيز بن بست ته نور د پاى ټکى کېږدي.
د شهيد اونۍ په مناسبت دغه غونډه نن د پروان په پوهنتون کې چې د دغه ولايت په مرکز کې موقعيت لري، د سلګونو تنو په ګډون جوړه شوې وه.
د چاريکار ښاروال خواجه روح الله صديقي غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې “ملي قهرمان احمدشاه مسعود” او نورو شهيدانو د هېواد د ازادۍ لپاره قرباني ورکړې ده.
هغه د احمدشاه مسعود کړنې وستايلې او ويې ويل چې مسعود يو ملي شخصيت و او د هېواد د ټولو قومونو اړوند کسان يې پر ځان راټول کړي وو.
د پروان پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي مشر نيرومند فرازيان هم د مسعود ستاينه وکړه او ويې ويل چې مسعود يو ملي شخصيت و او په ټولو افغانانو پورې اړه لري.
خو د ده په وينا، يواځې په ستاينو څه نه کېږي، مهمه دا ده چې د مسعود لار تعقيب شي.
په غونډه کې د ټاکنو په اړه هم څرګندونې وشوې.
د چاريکار ښاروال د ولسمشرۍ له کانديدانو (اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) وغوښتل چې اختلافونه پرېږدي او ټاکنيز بن بست ته د پاى ټکى کېږدي.
صديقي وويل چې کانديدان بايد د افغانستان د خلکو اقتصادي او نورې ستونزې چې د ټاکنو اوږدېدو نورې هم ډېرې کړې دي، په پام کې ونيسي او نوره د ټاکنو پروسه اوږده نه کړي.
دى وايي چې ټاکنيزو جنجالونو خلک د هېواد د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي او بايد کانديدان دغو جنجالونو ته حل لاره پيدا کړي او د خلکو اندېښنې پاى ته ورسوي.
د چاريکار يوه اوسېدونکي او د غونډې ګډونوال احمدنويد هم له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ورته نظر څرګند کړ.
هغه چې تېر کال د کاپيسا د البيروني پوهنتون د کرنې له څانګې فارغ شوى، له بېکارۍ سر ټکوي او وايي: “هر چېرې چې د کارموندنې لپاره تللى يم، وايي تر څو چې د ټاکنو پايله نه وي معلومه مقررۍ نه کېږي.”
دغه راز د چاريکار يو هټۍ وال او د غونډې بل ګډونوال سيدمحمود هم له کانديدانو غواړي چې له معقولې لارې ټاکنيز بن بست پاى ته ورسوي.
هغه وايي چې د ټاکنو غځېدو او د هېواد ناڅرګندې راتلونکې د ده پر کار هم بد اغېز کړى دى.
دى وايي چې د ټاکنيزو جنجالونو د اوږدېدو له امله د توکو بيې ثبات نه لري او پېر او پلورل هم کم شوى دى.
د ولسمشرۍ لومړۍ پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه او دويم يې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوې د دې لامل شوې چې تر اوسه يې پايلې نه دې اعلان شوي.
دواړه کانديدان د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب د ټولو رايو پر تفتيش او “د ملي وحدت ” حکومت پر جوړولو سره سلا شول، خو د ٧٥ سلنه رايو تر تفتيش وروسته د اصلاحاتو او همپالنې ډلې دغه پروسه ناسمه وبلله او وايي چې د سياسي خبرو لړۍ هم له بندښت سره مخ شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP