منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۵ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کاناډا له نوي افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک ٦ تله ٩٣): د کاناډا د کډوالو چارو وزير په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره د کتنې پر مهال وويل چې هېواد یې له نوي افغان حکومت سره خپلو مرستو دوام ورکوي.

د ولسمشر د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې وروسته د کاناډا د کډوالو چارو له وزير کارېس الکساندر سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه ليکي چې الکساندر د افغانستان د نوي ولسمشر (اشرف غني احمدزي) د لوړې په مراسمو کې چې سبا به په کابل کې ترسره شي، د ګډون لپاره کابل ته سفر کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، الکساندر ويلي چې هېواد يې د پخوا په څېر په کال کې ۱۱۰ میلیون ډالره د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالولو او لس میلیون ډالره د پوهنې او نورو چارو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي.

د ده په وينا، هېواد يې ژمن دی چې له نوي جمهور رئيس او حکومت سره به هم خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

ولسمشر حامد کرزي په دې ناسته کې، په تېره یوه لسيزه کې له افغانستان سره د کاناډا هېواد له مرستو او همکاريو څخه مننه او قدردانى کړى.

هغه هيله يې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې، لا پراختیا ومومي.