واشنګټن (پژواک ١٥ تله ٩٣): نړيوال بانک وايي چې په تېره يوه لسيزه کې څه کم شپږ ميليونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، خو ډېرى دغه کډوال په کابل او شاوخوا سيمو کې مېشت شوي دي.
دغه څرګندونې د نړيوال بانک په هغه راپور کې راغلې چې پرون (د تلې ١٤مه) خپور شوى دى.
په راپور کې راغلي چې په تېره يوه لسيزه کې ٥،٧ ميليونه افغان کډوال له ايران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته افغانستان ته ستانه شوي خو اوس هم ډېر شمېر افغان کډوال له خپل هېواده بهر ژوند کوي.
په راپور کې راغلي چې هېواد ته راستانه شوي کډوال خپلو سيمو ته له تګ څخه ډډه کړې او ډېرى يې په لويو ښارونو او په ځانګړې توګه کابل ښار او شاوخوا سيمو کې مېشت شوي دي.
د نړيوال بانک په راپور کې يادونه شوې چې راستانه شوي کډوالو په لرو پرتو سيمو کې د امنيتي ملحوظاتو او د ژوندانه د اسانتياوو د نشتوالي له امله دغو سيمو ته له تګ څخه ډډه کوي.
د سرچينې په وينا، د کډوالو د بېرته راستنېدو پروسه هغه مهال ګړندۍ او بريالۍ کېږي چې په هېواد کې سياسي ثبات رامنځته شي، عامه خدمتونه زيات او اقتصادي پرمختګونه رامنځته شي.










