منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

يوولس افغان سفيران او لسګونه ديپلوماتان له دندو لرې شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

کابل (پژواک، ١١ کب ٩٣): د ١١ سفيرانو په ګډون شاوخوا ٤٠ لوړپوړي افغان ديپلوماتان  د”لوړ عمر او د بهرنيو چارو وزارت د استخدام له معيارونو سره د نه سمون” له امله له دندو ګوښه شول.

د حکومت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو ډيپلوماتو د ګوښه کولو تصميم تېره ورځ د ولسمشر محمداشرف غني او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له خوا په ليدنه کې نيول شوى دى.

د هغه په خبره، د لاندې کسانو د ګوښه کېدو حکم د بهرنيو چارو وزارت د بشري سرچينو څانګې ته ابلاغ شوى چې ١١ سفيران هم په کې شامل دي.

په روسيه کې د افغانستان سفير عزيزالله کرزى، د ملګرو ملتونو په علمي، فرهنګي او ښوونيز سازمان (يونسکو) کې افغان سفير محمدقاسم فاضلي، په چک جمهوريت کې سفير ضياءالدين مجددي، په اندونيزيا کې سفير سخي غيرت، په متحده عربي اماراتو کې سفير نجيب الله مجددي، په سعودي عربستان کې سفير سيداحمد عمرخېل، په برېتانيا کې سفير محمدداوود يار، په کاناډا کې سفير شام لال، په فرانسه کې سفير اسدالله عمر، په اېټاليا کې سفير ضياءالدين نظام او په سويس کې سفير ننګيالى طرزى هغه لوړپوړي ديپلوماتان دي چې له ندو کوښه کړل شوي دي.

تېره ورځ پژواک يو راپور خپور کړى چې د بهرنيو چارو وزارت اکثره کارکوونکي د حکومتي چارواکو او د ملي شورا د اوسنيو او پخواينو غړو د کورنيو غړي دي چې د معيارونو له پلي کېدو پرته د بهرنيو چارو وزارت په کليدي پستونو کې ګومارل شوي او يو زيات شمېر نور يې هېواده بهر تللي او بېرته نه دي راستانه شوي او سياسي پناه يې اخيستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې بهرنيو چارو وزارت کې د دولت د کارکوونکو قانون د ٦٠ مې مادې له مخې، په بهرنيو چارو وزارت کې د استخدام او ګومارنې په برخه کې د ټاکلو معيارونو پر بنسټ د کار غوښتونکى بايد لږ تر لږه ليسانس وي او د حقوقو، سياسي علومو، اقتصاد او تجارت، ژورنالېزم، اداره او مديريت او يا هم نورو تخصصي څانګو ته ترتيب سره ترجيح ورکول کېږي.

لږ تر لږه ٢١ او تر ټولو زيات ٣٥ کاله عمر (٣٥ کلن بايد د ماسټري او دوکتورا د فراغت سند ولري)، د وزارت په تور لېست کې د استخدام د غوښتونکي د نوم نشتوالى، په رسمي او ملي ژبو (پښتو او دري) د خبرو او ليکلو وړتيا، د انګليسي په ټافل ازموينه کې د لږ تر لږه ٤٥٠ نومرو شتون او يا هم لږ تر لږه د انګليسي له (اى ليټس) سره موازي نومرې او يا د ورته انګليسي ازموينې تېرول په بهرنيو چارو وزارت کې د کارکوونکو د ګومارنې نور معيارونه دي.

خو د پژواک په راپور کې راغلي چې د حامد کرزي د حکومت په ١٣ کلنه دوره کې د هغه د تره زوى (عزيزالله کرزى)، د هغه د دوو مرستيالانو زامن، د پخواني لوى څارنوال اسحق الکو زوى، د يونس قانونى زوى، د عبدرب الرسول سياف وراره، د عالمانو شورا د رييس قيام الدين کشاف زوى، د کورنيو چارو د پخواني وزير عمر داوودزي زوى، د سيد حسين انوري زوى او د دولت اوسنيو او پخواينو لسګونو چارواکي د وړتيا د اصل په نظر کې نيولو نه پرته د قومي، سمتي او نورو شخصي سليقو له مخې پرته له دې چې دغو څوکيو ته ازاده سيالي وشي، خپل خپلوان يې د وزارت په کليدي پستونو کې استخدام کړي دي.