Language

په پکتيا کې اووه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز (پژواک، ٢٣ ورى ٩٤): د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې يو توغندی د ملکيانو پر کور لګېدلی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، په احمد­خېلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د يوه توغندي له کبله ٧ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې دوه يې وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.

د پکتيا د ملکي روغتون مشر ډاکتر حياګل پکتين د وري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شويو کې يو ماشوم او يوه ښځه او ټپيان يې پنځه واړه ماشومان دي، چې د ګردېز ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړی وايي، د ټپيانو روغتيايي حالت ډاډمن دی او لږې درملنې ته اړتيا لري.

د پېښې د قربانيانو خپلوان وايي، د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د دوی پر کور توغندی ور برابر شو، چې له کبله يې اووه تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پېښې قربانيان له حکومته جدي غوښتنه کوي، چې نور دې د ملکيانو پر کورونو توغندي نه وروي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي، په دې پېښه کې يواځې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي پژواک ته وويل، داسې اوازې دي، چې دا توغندی د ملي اردو له قرارګاه څخه راتوغول شوی دی، خو په وينا يې، کره معلومات لا هم نشته، چې توغندی چا توغولی دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics