منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د وزيرستاني کډوالو ستنېدو ته زمينه برابرېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٥ ورى ٩٤): د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ لوړ پوړي چارواکي وايي، هڅه کوي وزيرستاني کډوالو ته د هغو له خوښې سره سم پاکستان ته د ستنېدو زمينه برابره کړي.

دغه څرګندونې د دې نړيوالې مرستندويې ادارې مرستيال اياکي ايتو (Ayaki Ito) چې له ژنيو څخه راغلی، د وري په ٢٥مه په افغانستان کې د همدغه سازمان د مشرې مايا اميراټنګا (Maya Ameratunga) په ملتيا د وزيرستاني کډوالو له يو شمېر مشرانو سره په غونډه کې وکړې.

دوی د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د وزيرستاني کډوالو د ستونزو پر هواري له حکومتي چارواکو او مدني فعالانو سره اوږدې خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ يا UNHCR مرستيال اياکي ايتو وايي، دوی پر دې فکر کوي چې که کډوال په خپله خوښه ستنېدو ته حاضر شي، ورته پوره زمينه برابروي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دی له ژنيو څخه د دې لپاره راغلی چې د دغو کډوالو د ستونزو د بنسټيز هواري په برخه کې له کډوالو سره هم مرسته وکړي او هم يې پيغام په ژنيو کې د کډوالو چارو مرکزي ادارې ته ورسوي.

نوموړي زياته کړه: ((زما دنده دا ده چې د دوی پيغام ژنيو ته ورسوم او هم د دوی د ستونزو لپاره بنسټيز هواری ومومم. نن موږ له ځايي حکومتي چارواکو، مدني ټولنو، وزيرستاني قومي مشرانو او د بشري حقونو له کارکوونکو سره اوږد بحث درلود. موږ له خپلو همکارانو سره يو ځای خپلې خبرې اترې نورې هم پراخوو چې ستونزې يې هوارې شي.))

په افغانستان کې د کډوالو چارو د نړيوالې ادارې يا UNHCR مشرې مېرمن مايا له پژواک اژانس سره په خبرو کې د کډوالو اوسني وضعيت ته په اشارې د هغوی پر حالت اندېښنه وښوده.

هغې زياته کړه، دا اسانه نه ده چې يو څوک خپل هېواد پرېږدي، بل هېواد ته ولاړ شي او هلته د کډوالۍ ژوند وکړي او دوی د يادو کډوالو اوسنی وضعيت درک کړی دی.

((موږ غواړو چې دوی په خپله خوښه پاکستان ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو کړو، خو شمالي وزيرستان ته نه. ځکه کېدای شي، هلته پوځي عمليات دوام وکړي، خو په هغه صورت کې چې د دوی ژوندی هلته خوندي وي. ممکن دا کار ډېر وخت ونيسي. د اوس لپاره موږ غواړو چې د کډوالو ښه کوربه توب وکړو.))

د وزيرستاني کډوالو قومي مشرانو په ياده شوې غونډه کې د نورو کډوالو په استازيتوب اوسمهال پاکستان ته تلل ستونزمن وبلل او دلته يې د ژوندانه د لازمو اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

قومي مشر حاجي جانان وزير وويل: ((په وزيرستان کې زموږ ټول کورونه نړېدلي دي. هلته د ژوندانه هېڅ امکانات نشته. موږ غواړو چې تر يو څه مودې همدلته پاتې شو.))

د خوست د ولايت مقام د شمېرو له مخې، دا مهال په خوست کې ۳۳۵۰۰ وزيرستاني کډوالې کورنۍ حساب شوې چې د ګربزو د ګلان پر کمپ سربېره د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې مېشت دي.

وروسته له هغه چې په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پر ضد پاکستاني پوځيانو عمليات پيل کړل، د شمالي وزيرستان شاوخوا ۵۰۰ زره خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

په همدې ترڅ کې پر بنو سربېره څه باندې ۲۰۰ زره کډوالو د افغانستان پکتيکا او خوست ولايتونو ته پناه راوړه.

تر اوسه له دغو کډوالو سره د کډوالو چارو نړيوالې ادارې، د مهاجرت نړيوال سازمان، د ناروې کمېټې، پاملرنې موسسې، د خوراک نړيوال پروګرام او ځينو نورو خيريه سازمانونو دوامدارې مرستې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال