خوست ښار (پژواک، ٢٧ ورى ٩٤): د سعودي عربستان يوې خيريه ټولنې په خوست ولايت کې د مېشتو وزيرستاني کډوالو له نږدې درې زره کورنيو سره مرستې وکړې.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سلاکار حيات الله سباوون د وري په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه مرسته د ياد هېواد نړيوالې اسلامي مرستندويې ټولنې د ګلان کمپ د ۲۸۰۰ کورنيو لپاره رالېږلې ده.
نوموړي وويل، د ۷ ميليونو افغانيو معادله د لومړنيو خوراکي توکو په ياده مرسته کې بوره، غوړي، وريجې او لوبيا شامل دي چې نن يې پر ياد شمېر کورنيو د وېش لړۍ پيل شوه.
سباوون زياته کړه: ((هرې يوې کډوالې کورنۍ ته له يادو خوراکي موادو څخه په ټوليز ډول ۲۴ کيلو ګرامه توکي ورکول کېږي. هيله من يو چې تر يوه وخته يې پرې ګوزاره وشي.))
د دې مرستې د وېش په مراسمو کې د سعودي عربستان د نړيوالې اسلامي مرستندويې ټولنې يو شمېر غړو چې له ياد هېواده راغلي، هم ګډون کړی و او د لا زياتو مرستو ژمنه يې وکړه.
د ګربزو ولسوال محمداکبرځدراڼ چې د مرستې د وېش يوه له سمبالوونکو دى، پژواک اژانس ته وويل چې له څو ورځو مخکې راهيسې يې د تر ټولو اړمنو کورنيو نوملړ برابر کړی دی.
هغه زياته کړه: ((لکه څنګه چې دا مرسته د ګلان کمپ لپاره راغلې، د همدغه لېست له مخې به په کمپ کې دننه پر ۲۸۰۰ کورنيو په منظم ډول ووېشل شي.))
د ګلان کمپ يوه کډوال دين محمد د يادې مرستې په ترلاسه کولو خوښي وښوده او له خدايه يې د شکر په ادا کولو سره هيله څرګنده کړه چې ټولې ستونزې به يې ورو، ورو هوارې شي.
دين محمد پژواک اژانس ته وويل: ((ستونزې مو ډېرې دي، خو خدای له موږ سره مدد کوي او روزي را رسېږي. غوښتنه مو دا ده چې نړيوال خپله پاملرنه نوره هم زياته کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې په ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ ( UNHCR ) مرستيال اياکي ايتو له کډوالو سره د هر اړخيزو مرستو ژمنه وکړه.
د يادې ادارې دغه لوړپوړي چارواکي وزيرستاني کډوالو ته وويل چې که څوک له خپلې خوښې سره سم پاکستان ته ستنېدل غواړي، پوره زمينه ورته برابروي، خو که دلته پاتې کېږي، بيا هم خپلې مرستې دوامداره ساتي.
د رسمي شمېرو له مخې په خوست ولايت کې ۳۳۵۰۰ او پکتيکا کې شاوخوا ۱۰ زره وزيرستاني کډوالې کورنۍ حساب شوې، چې د افغان دولتي چارواکو په وينا دوامدارو بېلابېل ډوله مرسته ته اړتيا لري.
login or register a new account.