Language

پکتيا کې تښتول شوي ١٩ ماين پاکان خوشي شول

ګردېز (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): چارواکي وايي، وسله والو هغه ١٩ ماين پاکان خوشي کړي چې درې ورځې وړاندې يې په پکتيا کې نيولي وو.

د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل ماين پاکان د دولتي چارواکو په هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب خوشي شوي دي.

د اورياخېل په خبره، تښتوونکو ماين پاکان زرمت ولسوالۍ ته وړي وو او نن ماسپښين دوه بجې راخوشي شوي دي.

امنيه قوماندان د هغوى د راخوشي کېدو په اړه ډېر معلومات ورنه کړل.

دغو کسانو د سټارلېنګ په نوم د ماين پاکۍ له يوې موسسې سره کار کاوه.

تر اوسه د دغه دفتر کوم کارکوونکي او يا هم د تښتول شوو کسانو له ډلې چا له رسنيو سره خبرې نه دې کړې.

د ماين پاکانو دنيولو په لومړۍ ورځ چارواکو د پوځي عملياتو خبره هم کړې وه خو وروسته يې رسنيو ته وويل چې د خوشي کېدو لپاره يې خبرې روانې دي.

درې ورځې وړاندې په داسې حال کې چې د سټارلېنګ موسسې ماين پاکان د ګردېز ښار اړوند سروړي په سيمه کې په کار بوخت وو، وسله والو په څلورو موټرو کې کېنول او زرمت ولسوالۍ ته يې يوړل.

دا چې دا کسان د کوم هدف لپاره تښتول شوي وو او په کومو شرايطو خوشي شوي دي، څرګنده نه ده.

login or register a new account.

Related Topics