کابل (پژواک، ۳ غويی۹۴): پژواک خبري اژانس داسې کره اسناد ترلاسه کړي چې د افغانستان د حکومت له خوا د وزيرستاني کډوالو لپاره ځانګړې شوې پيسې پر ځاى او مستحقو خلکو ته وېشل شوې دي.
تېر کال چې پاکستاني ځواکونو په وزيرستان کې د (ضرب غضب) په نوم پراخ عمليات پيل کړل نو ګڼ شمېر کورنۍ د جنګ له امله د خوست او پکتيکا ولايتونو ته را وکوچېدې، د افغانستان خلکو د دغو مهاجرو کورنيو ښه هرکلی وکړ. عامو وګړو او ملي سوداګرو ورسره مرستې وکړې.
د ملي سوداګرو تر څنګ د افغانستان حکومت هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکم دوه سوه زره ډالره د خوست او دوه سوه زره نور پکتيکا ولايتونو ته واستول او د يو لوى کمېسيون پر وړاندې چې اسناد او ثبوتونه يې شته، يادې پيسې پر کډوالو ووېشل شوې.
خو د پکتيکا والي عبدالکريم متين څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې ادعا وکړه چې د ملي امنيت شورا له خوا ځانګړې شوې دوه سوه زره امريکايي ډالر د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې د کډوالو پر ځاى د داعش وسله والو پر کورنيووېشل شوي دي.
بلخوا د امنيت شورا د پکتيکا د والي دغه ادعا چې ګواکې د افغانستان د حکومت د مرستو يوه برخه د داعش کورنيو ته رسېدلې بې بنسټه بولي او دا په کلکه ردوي.
د ملي امنيت شورا يوه چارواکي د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پکتيکا کې د يو لوى داخلي او بهرني پلاوي له خوا چې په کې د نړيوالو موسسو (ملګرو ملتونو، سره صليب، نړيوال خوراکي سازمان او د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو عالی کمېشنرۍ) استازي هم په کې وو، دا مرستې په برمل ولسوالۍ کې پر مستحقو کورنيو (هرې کورنۍ ته دوه نيم زره افغانۍ ) ووېشل شوې.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د يادو مرستو د وېشلو پر مهال په افغانستان کې د داعش حضور شتونه نه درلود او نه مطرح وو.
سرچينه کاږي، د امنيت شورا د پکتيکا د والي دغه غير مسوولانه خبرې د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو له تبليغاتو سره تړلې بولي.
بلخوا پژواک خبري اژانس ۲۵ پاڼې اسناد او مکتوبونه ترلاسه کړي چې په کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي نيولې تر ماليې وزارت، سيمه ييزو ارګانونو، د پکتيکا او خوست ولايتونوچارواکو لاسليکونه شته چې يادې پيسې پر مستحقو خلکو باندې وېشل شي.
په لومړي ۴۷۲۹ ګڼې مکتوب کې چې ۱۳۹۳ لمريز کال د چنګاښ په ۱۰مه د امنيت شورا د سلاکار رنګين دادفر سپنتا له خوا بېلابېلو وزارتونو ته لېږل شوی، راغلي چې له وزيرستاني کډوالو سره د مرستې لپاره بايد اړين اقدامات وشي.
د ماليې وزارت په ۶۴مه ګڼه مکتوب کې چې د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ په ۱۸مه د ماليې د وزير ډاکتر زاخېلوال په لاسليک د ولسمشرۍ ماڼۍ په نوم صادر شوی، له (۹۰۰۰۰۲) ځانګړي کوډ څخه د وزيرستاني کډوالو لپاره د يو ميليون امريکايي ډالرو د ورکړې غوښتنه شوې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د چنګاښ په ۲۵مه د ۲۸۷۷ ګڼې فرمان له مخې له ياد کوډ څخه د يو ميليون امريکايي ډالرو منظوري ورکړې ده.
د پژواک په ترلاسه شوي يوه بل مکتوب کې چې (د ۱۳۹۳ کال د زمري ۱۵مه) نېټه په (۳۲۲۴) شمېره صادر شوى، د ملي امنيت شورا سيمه ييزو ارګانونو ته ليکلي چې د ولسمشر له خوا له منظور شوو پيسو دې څلور سوه زره امريکايي ډالر په مساوي ډول پکتيکا او خوست ته پر راغلو وزيرستاني کډوالو ووېشل شي.
د ٩٣ کال د زمري په ٢٠مه د ۲۴۰۷ شمېرې په مکتوب کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ماليې وزارت ته ليکلي چې يادې پيسې دې ژر تر ژره خوست او پکتيکا ولايتونو ته ولېږدول شي.
همداراز د (۱۱۴۵، ۷۱۷) ګڼې په يوه بل مکتوب کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي د خوست او پکتيکا ولايتونو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د ملي امنيت شورا له هدايت سره سم دې يادې پيسې د وزيرستان پر بې ځايه شوو کډوالو په سمه توګه ووېشل شي.
دغه راز د کليو پراختيا، قبايلو او سرحدونو چارو وزارتونو، کډوالو چارو وزارت، سرې مياشتې رياست او ځينو نورو ادارو د بېلابېلو مکتوبونو له لارې چې کاپيانې يې پژواک ترلاسه کړې، د يادو پيسو د وېش لپاره خپل استازي معرفي کړي دي.
د ۶۹۱ ګنې په يوه بل مکتوب کې چې د پکتيکا د ولايت مقام له خوا د ۱۳۹۳ کال د لړم په ۲۴مه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په نوم صادر شوی، داسې راغلي :
((د ١٣٩٣ کال د زمري مياشتې په ١٥مه د ملي امنيت د ۳۲۲۴ نمبر مکتوب له مخې چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې له خوا را رسېدلی و، دوه سوه زره امريکايي ډالر چې معادل يې يوولس ميليونه او دوه لکه (۱۱۲۰۰۰۰۰) افغانۍ کېږي، پر وزيرستاني کډوالو د ټاکلي کمېسيون له خوا هر کور ته دې دوه نيم زره (۲۵۰۰) افغانۍ ووېشل شي.))
په مکتوب کې راغلي، په دغه کمېسيون کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس، د کډوالو رييس، د قومونو او قبايلو چارو رييس، د ولايت مقام استازى، د سرې مياشتې استازی، د کليو پراختيا رياست استازی، د برمل ولسوال، امنيه قوماندان، د امنيت مدير، د سرحدي کنډک قوماندان او د سيمې مشران شامل وو.
د ۱۳۹۳ کال د مرغومي په ۲۱مه د ۸۵۸ ګنې يو بل مکتوب چې د پکتيکا ولايت مقام له خوا د ملي امنيت شورا مقام ته صادر شوی، راغلي چې د پکتيکا د نوي والي انجنير عبدالکريم متين د معرفۍ په مراسمو کې هغه ته د وزيرستاني کډوالو د شمېر او له هغوی سره د مرستو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول.
په دې غونډه کې نوي والي اړوندو مسوولينو ته دنده سپارلې چې په سيمه کې کډوال له ځايي اوسېدونکو څخه جلا او هغوى ته يو پنډغالى جوړ کړى شي، څو دوى سره کېدونکې مرستې بې ځايه ولاړې نه شي.
همدارنګه د ماليې وزارت د ۱۵۱۲۷۸ ګڼې په مکتوب کې چې د پکتيکا د مستوفيت په نوم صادر شوی، راغلي چې اړوند پيسې ورته لېږدول شوي دي.
د ١٣٩٣ کال د وږي ١٦مې د ٢٠٤١ ګڼې په يوه بل مکتوب کې د پکتيکا مستوفي محمدنصير ابراهيم خېل د ماليې وزارت د خزاينو عمومي رياست ته ليکلي چې دوه سوه زره امريکايي ډالر د دوی ادارې ته رسېدلي او له هغوی يې هدايت غوښتى چې د وېشلو د طرزالعمل په اړه معلومات ورکړي.
که څه هم د پکتيکا والي عبدالکريم متين د يادو دوه سوه زره امريکايي ډالرو د بېځايه لګولو تور پورې کړی، خو د پکتيکا له پېښو سره د مبارزې رييس عبدالهادي هادي اضطرار کمېټې ته په يوه مکتوب کې ليکلي چې د ملي امنيت شورا پر وړانديز دوه سوه زره امريکايي ډالر دغه ولايت ته رسېدلي او له هغوی يې غوښتي چې د دغو پيسو د وېشلو د څرنګوالي په اړه احکام ورکړي.
د اضطرار د کمېټې رييس په همدغه مکتوب کې احکام ورکړي چې د پورته ياد پلاوي په شتون کې دې هرې کډوالې کورنۍ ته دوه نيم زره (۲۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالهادي هادي د ولايت مقام په نوم د ١٣٩٣ کال د تلې ١٩مې د ٢٤٢ ګڼې په يوه بل مکتوب کې ليکلي چې يادې پيسې په برمل او ارګون ولسواليو کې د وزيرستان پر ۴۴۸۰ کورنيو په مساوي ډول ووېشل شوې، والي په دغه مکتوب کې د مستوفيت رياست ته د اجرااتو سپارښتنه کړې ده.
پژواک هغه مکتوبونه هم ترلاسه کړي چې د ياد کمېسيون غړو په ارګون او برمل ولسواليو کې د پيسو تر وېش وروسته لاسليکونه کړي دي.
بلخوا پرون د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې د کورنيو چارو د وزير نور الحق علومي په مشرۍ يو کمېسيون ته دنده سپارلې چې د پکتيکا د والي عبدالکريم متين له خوا لګېدلي تورونه په سمه توګه وڅېړل شي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ هم پژواک اژانس ته وويل چې د ملي امنيت شورا له خوا د ټاکل شوي کمېسيون تر څنګ د دوى د ادارې له خوا هم د پکتيکا د والي د څرګندونو په اړه پلټنې پيل شوې دي.
خو د پکتيکا والي عبدالکريم متين وايي چې رسنيو د ده خبرې ناسمې خپرې کړې دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ده هېڅکله پر امنيت شورا دا تور نه دى پورې کړى چې ګواکې له داعش سره يې په پکتيکا کې دوه سوه زره ډالره مرسته کړې ده.
هغه زياته کړې: ((په خپله مرکه کې ما د پخواني حکومت پر تګلارې او پاليسو نيوکه کړې وه، په برمل ولسوالۍ کې چې لس سلنه هم د دولت واک نشته، څه ډول کېداى شي چې هلته دې لوړ پوړى دولتي پلاوى ولاړ شي او دوه سوه زره ډالر وېشل کېږي.))
د نوموړي په خبره، په برمل کې دا سره نه شي جلا کېداى چې څوک مهاجر دى او څوک د سيمې اوسېدونکى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










