جلال اباد (پژواک، ۷ غويى ۹۴): چارواکي وايي چې د تورخم له لارې هېواد ته راستنېدونکي کډوال تر هغو لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري چې ورته په پام کې نيول شوې دي.
د روان ميلادي کال په تېرو درېيو مياشتو کې د تورخم له لارې هېواد ته ۸۳۹۹ کډوالې کورنۍ راستنې شوې، خو د چارواکو په وينا، له دې ډلې يواځې له لس سلنه کورنيو سره مرستې شوې دي.
د بشري مرستو د برابرولو اداره (CHA)،د کډوالو نړيوال سازمان (International Organization for Migration)، يونيسف او د خوراک نړيواله اداره ( WP ) په تورخم کې له کډوالو سره د مرستو د تنظيم چارې پر مخ بيايي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست د تورخم څانګې مسوول محمدجان پژواک خبري اژانس ته وويل چې مرسته کوونکې ادارې راستنېدونکو کډوالو ته خوراکي او د لومړنيو توکو مرستې برابروي، خو دا مرستې کمې بولي.
د نوموړي په خبره: ((د روان ميلادي کال د جنورۍ په مياشت کې ۳۴۸۸، د فبرورۍ په مياشت کې ۳۰۱۰ او د مارچ په مياشت کې ۱۹۰۱ کډوالې کورنۍ راستنې شوې، خو له دې ډلې لس سلنه کورنيو ته مرستې ورکړل شوې دي.))
د کډوالو چارو رياست دغه چارواکی وايي چې له پاکستانه د تورخم له لارې راستنېدونکې کورنۍ ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه: ((يو شمېر کورنۍ بېخې ډېرې غريبې وې چې موږ ورته مواد د مرستې په توګه ورکوو، خو ځينې نورې هم مرستو ته اړتيا لري تر دې چې يو شمېر کورنۍ د کرايې مصارف هم نه لري.))
محمدجان زياتوي چې يو شمېر راستنېدونکو کورنيو ته د کډوالو چارو رياست تر نوم ليکنې وروسته د بې کورۍ اسناد ورکوي او تر مېشتېدو وروسته مرستې هم ور رسوي.
بلخوا په تورخم کې د بشري مرستو برابرولو ادارې مسوول سيدالرحمن پژواک اژانس ته وويل: ((موږ اړمنو کورنيو ته د ۵۷ کيلوګرامه غنمو په ګډون نور خوراکي او لومړني توکي ورکوو.))
هغه زياته کړه، ځيني مهال د يو شمېر مرسته کوونکو اداره مرستې کمېږي او تاييدوي چې زيات شمېر کډوالو دغو مرستو ته اړتيا لري.
د نيازمحمد په نوم يو کډوال د تورخم په دروازه کې د خپلې کورنۍ تر نوم ليکنې وروسته پژواک اژانس ته وويل: ((دلته يې موږ نوم ليکنه وکړه او راته وويل شول چې تاسې د مرستو مستحق ياست.))
د ۶۵ کلن نيازمحمد په وينا، د خيبر پښتونخوا په باړې سيمه کې اوسېدل او په دې وروستيو کې يې د پاکستاني پوليسو د ناسم چلند له امله د چارو پر وړاندې ستونزې ډېر شوې وې.
د حبيب الرحمن په نوم يوه بل کډوال پژواک اژانس ته وويل: ((موږ د مرستې په نوم يو اندازه توکي ترلاسه کړل، هيله ده چې دا مو په درد دوا شي، خو دا چې بې کوره يم نو تر دې ډېرو مرستو ته اړتيا لرو.))
هغه زياتوي، شاوخوا۳۰ کاله مخکې پاکستان ته تللی او اوس په خپل پلرني وطن ننګرهار ولايت کې کور او جايداد نه لري.
تر دې مخکې د ننګرهار د کډوالو چارو رييس حاجي غلام حيدر فقيري پژواک ته ويلي وو چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ډېر شوی او حکومت بايد د هغوی لپاره په خپلو سيمو کې د مېشتېدو لپاره چمتووالی ونيسي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي بيا ويلي وو چې د راسنېدونکو کډوالو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او ډېر يې هيله لري چې په ننګرهار کې پاتې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










