ګردېز (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ ولسوال نيازمحمد خليل په يوه وسله وال بريد کې ټپي شو.
چارواکي وايي چې دغه بريد د غويي په ١٦مه سهار شاوخوا اته بجې د احمدابا د ولسوالۍ د سلام خېلو په سيمه کې هغه مهال شوی چې ولسوال له ګردېز ښاره سيد کرم ولسوالۍ ته پر لاره و.
د پکتيا د ملکي روغتون سر طبيب ډاکتر حياګل پکتين د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ولسوال سره د هغه دوه ساتونکي او يو موټر چلوونکی هم ټپيان شوي دي.
دی وايي چې د ولسوال په ګډون د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی او تر درملنې لاندې دي.
د پکتيا امنيې قوماندانۍ يو چارواکی چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي دغه پېښه مني او وايي، وسله والو غوښتل چې د سيدکرم ولسوال ژوندی له ځان سره بوځي خو ساتونکو يې مقاومت ښودلی دی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، بريد د دوی کسانو کړی چې د ولسوال په ګډون څلور کسان په کې ټپيان شوي دي.
د پکتيا احمداباد ولسوالۍ د سلام خېلو سيمه هغه ځای دی چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت د قومونو او قبايلو رييس ډګروال محمدحنيف هم تر بريد لاندې راغلی و.
login or register a new account.