منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له اسلام اباده افغانان نه، بلکې ځايي کډوال شړل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه افغانانان نه، بلکې ځايي کډوال شړل شوي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې په يو شمېر رسنيو او ټولنيزو شبکو کې داسې خبرونه او انځورونه خپاره شوي چې ګواکې د پاکستان امنيتي ځواکونه اسلام اباد ته څېرمه د افغان بستي يا (کچه ابادي) ساحې څخه افغان کډوال په ډېرې بې رحمۍ او ظلم سره په زور سره شړل شوي دي.

خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د يادې سيمې خلک افغان کډوال نه، بلکې هغه پاکستانۍ کورنۍ دي چې د دغه هېواد له يو شمېر نورو سيمو د اسلام اباد يادې ساحې ته راکډې شوې وې.

سرچينې زياته کړې، د کډوالو چارو وزارت دا ډول خبرونه او ګنګوسې له حقيقته لري بولي او په کلکه يې ردوي.

ياد وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې چې د دې ډول خبرونو او تصويرونو له خپرولو ډډه وکړي تر څو د هېوادوالو ذهنيتونه مغشوش نه شي.

بلخوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم ويلي چې په ياده سيمه کې افغان کډوال نه اوسېدل، بلکې ځايي بې ځايه شوې کورنۍ اوسېدې.

سرچينې زياته کړې چې پخوا په دې سيمه کې افغان کډوال مېشت وو، خو دوه کاله مخکې د پاکستان د حکومت په غوښتنه يې دا سيمه پرېښوده. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال