کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): ايران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته د لاسرسي په موخه د درې اړخيز کميسيون غونډه، په داسې حال کې تر سره شوه چې په ياد هېواد کې اوسمهال له دوه مليون زيات افغان کډوال د کډوالۍ له قانوني سندونو پرته مېشت دي.
د کډوالو او راستنونکو چارو وزارت وايي چې د افغانستان، ايران او د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ (UNHCR) تر منځ د درې اړخيزه کميسيون په دوه ورځنۍ ناسته کې چې له دوه نيمو کلونو وروسته نن په کابل کې تر سره شوه؛ د کډوالو د راستنولو، د افغان کډوالو د وضعيت او د هغوى د بيا راستنېدو او مېشتېدو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې تر سره شوې.
د کډوالو او راستنونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي وويل، دغه ناسته په داسې حال کې تر سره کېږي چې ايران په وروستيو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه ګامونه پورته کړي دي.
د وزير د معلوماتو پر بنسټ، ايران د ياد هېواد په ښوونځيو کې د هغو افغان ماشومانو چې قانوني مدارک لري او يا يې هم نه لري، په ټوليز ډول نوم ليکنه پيل کړې او ويلي يې دي چې ټول افغان کډوال د روغتيايي ستونزو د حل په موخه بيمه کېږي.
د کډوالو او راستنونکو چارو وزير هيله څرګنده کړه، چې په دغه غونډه کې د هغو افغان کډوالو د نوم ليکنې په اړه چې د اوسېدو قانوني سند نه لري، يوه عملي مېکانېزم ته ورسيږي.
د بلخي په وينا، پر دې سربېره په دغه ناسته کې په ايران کې د افغان کډوالو اړونده د نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې، په ځانګړي ډول کډوالو ته خپل هېواد ته راستنېدو د زمينې جوړولو په اړه يادونه وشوه.
د وزير د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په ايران کې نږدې دوه نيم مليون افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې يې ٨٠٠ زره کسان د مېشتېدو قانوني کارتونه او ٥٠٠ زره يې پاسپورټونه لري، خو پاتې نور يې هلته د مېشتېدو قانوني سندونه لري.
بلخي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: " د ملي يووالي حکومت د پخواني حکومت په اړه د کډوالو او د هغوى د راستنېدو په اړه نوى فکر لري."
هغه زياته کړه چې اوسنى نظام په خپل سياست کې د کډوالو راستنولو ته لومړيتوب ورکوي او د ولسمشر ليدلورى دا دى چې د افغان کډوالو له راستنولو پرته د افغان ملت جوړښت نابشپړ دى.
د ايران د بهرنيو کډوالو او اتباعو عمومي مدير محمدي فر په دغه غونډه کې وويل چې هېواد يې له هغو کډواليو اندېښمن دى چې د ايران له لوري ترکيه او اروپا ته تر سره کېږي او د دغو کډواليو شمېر په زياتېدو دى.
هغه زياته کړه: "له افغان دولت هيله لرو، لکه څرنګه چې د کډوالو موضوع ته جدي پام لري؛ په ايران کې د کډوالو په قانوني کېدو کې مرسته وکړي او موږ هڅه کوو، څو د ټولو کډوالو شتون قانوني شي."
افغانستان کې د UNHCR استازې مېرمن مايا اميرتونګا دغه غونډه ډېره مهمه وبلله او ويې ويل چې په دغه غونډه کې د افغان کډوالو د وضعيت او د دوى د بيرته راستنېدو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې کېږي.
هغې زياته کړه، چې پر هغې پاليسۍ باندې خبرې اترې کول چې مسوده يې د افغان دولت له لوري وړاندې شوې؛ د دغې غونډې اساسي برخه تشکيلوي.
هغې وويل، چې ياد سند په راتلونکي کې د افغان کډوالو د مېشتېدو او د راستنېدو د څرنګوالي په اړه طرحه شوى او هيله ده چې په دې اړه هر اړخيزې خبرې اترې تر سره شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










