منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخي: پاکستان د افغان کډوالو استوګنه دوه کاله نوره وغځوله

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): د کډوالو چارو وزير وايي، پاکستاني چارواکو د افغانستان  او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنرۍ استازو په ګډون درې اړخيزه غونډه کې ژمنه کړې ده، چې د افغان کډوالو اوسېدل دوه کاله نور هم وغځوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي، دا موضوع نن له خپل پاکستاني سيال او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنرۍ استازي سره د يوې ناستې  جريان کې په کابل کې څرګنده کړه.

هغه وويل، د افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنرۍ په درې اړخيزو غونډو کې، پاکستان حکومت ژمنه کړې ده، څو د افغان کډوالو استوګنه پاکستان کې وغځوي او هېڅ افغان په زور ونه وېستل شي.

وزير زياته کړه ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنرۍ(UNHCR)  د معلوماتو له مخې، نږدې درې ميليونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، چې له دې شمېر څخه يو ميليون او ٧٠٠زره يې په قانوني توګه او څه باندې يو ميليون کسان د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

بلخې يادونه وکړه، چې نن ٢، دوه اړخيز او درې اړخيز تړونه د افغانستان د کډوالو وزارت، پاکستان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان تر منځ لاسليک شوي دي.

هغه وويل: "د کډوالو راستنېدنې  په برخه کې مو خپله پاليسي هغوى ته وړاندې کړه او هغوى ومنله موږ به د کډوالو راستنېدو تر وخت پورې هغوى ته مناسبې موکې په بېلابېلو برخو کې برابرې کړو او پاکستان ژمنه کړې ده، چې تر هغه مهال پورې کډوال و نه ځوروي او په جبري توګه يې ونه باسي."

دې حکومتي چارواکي څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت ژمنه کړې ده، چې د څه باندې يونيم ميليون افغان کډوالو د استوګنې نېټه چې په څلورو مياشتو کې پاى ته رسېږي، د  دوو کلنو لپاره وغځوي.

عالمي بلخي زياته کړه: "په درې اړخيزه ناسته کې هوکړه وشوه، د هغو کډوالو د استوګنې کارتونو د اعتبار موده چې د ٢٠١٥  د ديسمبر تر ٣١مې (١٠مرغومى، ١٣٩٤) پورې ده، تر هغه مهاله به يې د غځولو لپاره يو حقوقي چوکاټ رامنځ  ته شي."

د هغه په وينا، د دې تړونونو له مخې، کوم افغان کډوال چې اسناد نه لري، د ثبتولو بهير يې د پاکستان په ٢١ سيمو کې پيلېږي او د دې کسانو پېژندلو لپاره به د کډوالوچارو وزارت ١٠٠ کسيز پلاوى ياد هېواد ته سفر وکړي.

 د پاکستان سرحدي سيمو په چارو کې د دولت وزير عبدالقادر بلوچ هم وويل، پاکستان به پر خپلې وروستۍ ژمنې چې د قانوني کډوالو استوګنې د مودې غځول او د بې اسنادو کډوالو د ثبتولو بهير پيلېدل دي،  وفا وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنرۍ دفتر استازي مايما امير تونګا هم وويل: "موږ د دواړو هېوادونو چې په ګډه توګه يې ژمنه کړې ده، څو د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لار ومومي، هرکلى کوو."

مېرمن امير تونګا زياته کړه، په خپله خوښه د راستنېدونکو او په ټولنه کې د ادغام کېدو بهير د نړيوالو قوي مالي ملاتړ ته اړتيا لري، چې دا کولى شي له افغانستان سره د کډوالو په ستنېدو کې د پام وړ مرسته وکړي.

د پاکستان تازه ژمنه د اسناد لرونکو کډوالو د استوګنې د تمديد مودې او د بې اسنادو کډوالو د ثبت بهير لپاره په داسې حال کې اعلانېږي، چې تېره اوونۍ ايراني چارواکو هم دې ته ورته پروګرام  د پلي کولو خبر ورکړى و.

اوسمهال د لنډ مهالې استوګنې ٤٥٠زره افغان کډوال، د قانوني اسنادو لرونکي ٨٤٠ زره، ٩٠زره پاسپورټ لرونکي افغانان او د استوګنې له اسنادو پرته شاوخوا يو ميليون کډوال ايران کې ژوند کوي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال