منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۳ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږکال ۵۰ زره افغان کډوال له پاکستانه پخپله خوښه ستانه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل ( پژواک، ۴ وږی ۹۴ ) : د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وایي چې په روان زیږدیز کال کې د دوی له لارې پخپله خوښه پنځوس زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ( یو این ایچ سي ار) مطبوعاتي دفتر لخوا دوږي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي  دوی یادو کډوالو ته هیواد ته د ستنیدلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې وې.

سرچینې زیاته کړې، چې له دې ډلې څخه نن وروستې ډله چې ۵۵۰ تنه وو، د کویټې له لارې د افغانستان هرات ولایت ته ستانه شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال د کویټې له لارې ۹۰۰۰ افغان کډوال پخپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي چې د ټولو ستنو شویو کډوالو لس سلنه جوړوی.

د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ویلي، چې سږ کال له خیبر پښتونخوا ځخه ۲۵۹۰۰ ، له پنجاب څخه ۱۱۳۰۰ ، ۴۰۰۰ له سند او ۲۸۰۰ تنه راجستر شوي افغان کډوال له کشمیر څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې سږ کال په ټولیزه توګه ۵۰۴۳۳ تنه راجستر شوي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي چې ډیری ۳۴ سلنه یې دافغانستان شمالي ولایتونو ته تللي ، ۳۱  سلنه یې مرکزي سیمو او ۱۹ سلنه یې ختیځو سیمو ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تر ټولو ټیټه کچه سویل ختیځ او سویلي سیمو ته د راستانه شویو کډوالو ده چې ۹ او پنځه سلنه تشکیلوی.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې په کابل کې دافغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالی کمشنرۍ د کډې غونډې پر مهال درې واړو لوریو پخپله خوښه دافغان کډوالو پر راستنیدلو ټینګار وکړ .

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وایي چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې ۳،۹ میلیونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي ، خو اوس هم په پاکستان کې یو نیم میلیون افغان کډوال میشت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال