منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۲ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيکا کې مېشت وزيرستاني کډوال د پوهنې او روغتيا برخو کې ستونزې لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

ښرنه(پژواک،٩وږى٩٤): د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ ته له شمالي او سوېلي وزيرستان څخه راغلي کډوال وايي چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د پوهنې او روغتيا په برخو کې هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.

تېرکال پاکستاني پوځيانو په شمالي او سوېلي وزيرستان کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عمليات وکړل چې له امله يې زرګونه کورنۍ د پکتيکا ولايت ته را کډه شول.

د يادو کډوالو په استازيتوب ميرزاخان د وږي په٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې را کډه شوې کورنۍ د اقتصادي ستونزو ترڅنک، د پوهنې، روغتيا او سرپناه په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ميرزاخان په وينا، په شمالي او سوېلي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملياتو له امله ٢٦زره کورنۍ برمل او ارګون ولسوالۍ ته کډه شوي دي.

هغه زياته کړه : (( موږ د برمل ولسوالۍ د لمنې په سيمه کې ژوند کوو، نه مکتب لرو، نه کلينيک شته او اقتصادي مشکلات مو هم ډير دي.))

دغه راز د دې کډوالو يو بل مشر ملک مولاجان هم پژواک ته وويل چې له سختو ستونز سره مخ دي او په تېرو څو مياشتو کې اړينې مرستې ورسره نه دي شوې.

د هغه د معلوماتو له مخې، په سيمه کې يوه بورۍ پنځوس کيلويي وړه په پنځه زره کلدارې دي او دوى يې د پېرولو وس نه لري.

يو تن کډوال زمرج ميرزاخان هم د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې په دې سيمه کې يې روغتيايي مرکزونه او ښوونځي هم نشته.

هغه زياته کړه : (( مکتب نشته زموږ بچيان بې تعليمه شول او خپل مريضان هم پاکستان ته وړو.))

دغه راز هغه وويل : (( د برمل ولسوال موږ ته ويلي چې د برمل د مهاجرينو کمپ ته راشي مرستې به درسره وکړو، خو موږ د لمنې په سيمه کې په خپل لګښت د دوه يا درېيو اتاقونو کور جوړ کړى نو موږ غواړو چې همدلته دې راسره مرستې وشي.))

يادو کسانو له حکومت څخه د بيړنيو مرستو غوښتنه وکړه.

خو د پکتيکا ولايت د کډوالو چارو رييس محمد کاظم حقپال پژواک ته وويل چې تر اوسه څو ځلې له يادو کډوالو سره مرستې شوي او دا لړې اوس هم روانه ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې ۱۱۵۳۴ کډوالې کورنۍ د کډوالو چارو له رياست سره راجستر شوي دي.

حقپال وايي : (( برمل يوه سرحدي ولسوالۍ ده نو ډير امکان شته چې ځينې کورنۍ بې راجستره پاتې وي خو د يو ان اچ سي ار او ډبليو اف پي موسسو په مرسته مو ورسره لازمې مرستې کړې دي.))

د پکتيکا د عامې روغتيا مشر ډاکتر ولي پژواک ته وويل چې څو مياشتې وړاندې يې يادې سيمې ته د ملګرو ملتونو په مرسته ګرځنده کلينيکونه ليږلي خو اوس د هغه تړون موده پوره شوې ده.

دى وايي چې دغه کډوالې کورنۍ کولاى شي د برمل او مرغۍ سيمې له روغتيايي مرکزونو څخه ګټه پورته کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال