کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٤): د افغانستان او ايران کارپوه پلاوي، په داسې حال کې خپل کارونه په رسمي توګه پيل کړي چې افغانستان په ياد هېواد کې هغو افغانانو ته چې د مېشتېدو قانوني اسناد نه لري، د کارتونو د وېش، د ويزې د وېشلو په برخه کې د اسانتياو د رامنځته کولو او په ياد هېواد کې د افغان ماشومانو د زده کړو غوښتنه کړې ده.
په هغه ناسته کې چې پرون په همدې موخه په کابل کې تر سره شوه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د ايران د کورنيو چارو مرستيال وزير ذوالفقاري په مشرۍ ايراني پلاوي، د يادې غونډې په ترڅ کې د هغو افغانانو په اړه چې په ياد هېواد کې د مېشتېدو قانوني اسناد نه لري؛ د قانوني کېدو پر ګډې طرحې خبرې اترې وشوې.
د دغه وزارت له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه غونډه کې په ايران کې د افغان کډوالو ستونزو ته د لاسرسي په موخه د دواړو هېوادونو غوښتنې مطرح شوې.
ايران کې د هغو افغانانو نوم ليکنه او دوى ته د کارتونو د وېش لړۍ پيل، د تګ راتګ او د ايران په ښوونځيو کې هغو ماشومانو ته د زده کړې د فرصتونو برابرول چې مدرکونه نه لري، د افغانستان له عمده غوښتنو څخه و، چې له ايراني پلاوي سره شريک کړل شول.
د افغانستان نورې غوښتنې دا وې، چې له ازمايښتي طرحې څخه پاتې شويو افغانانو ته نوي فرصتونه برابر شي، د ويزې په وېش کې اسانتياوې رامنځته شي، د درې مياشتنۍ ويزې غځول، د اطلاعاتو شريکول او د افغان کډوالو شمېر معلوم شي.
د ايران او افغانستان تر منځ پر پوله د افغانانو د غيرقانوني تګ راتګ مخنيوى او هېواد ته په دواطلبانه ډول د افغان کډوالو راستنېدل د ايراني پلاوي له غوښتنو شمېرل کېدل چې افغان لوري ته وړاندې شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ، په ايران کې له دوه ميليون زيات افغانان مېشت دي چې له دې ډلې يې ١،٤ ميليون کسان قانوني اسناد لري او پاتې نور يې نه لري.
د دواړو هېوادونو کارپوه ټيم درې ورځې وړاندې، په ايران کې د هغو افغانانو د نوم ليکنې په ګډه طرحه کار وکړو چې قانوني اسناد نه لري او په ياده غونډه کې د ايران د کورنيو چارو مرستيال وزير وويل، چې په ايران کې مېشت افغانان د افغانستان د اوسني وضعيت په پرتله سخت ژوند لري او د افغان حکومت له لوري دوى ته د مناسب ژوند لپاره پروګرامونه او غونډې تر سره شي او دوى افغانستان ته د راستنېدو لپاره لېواله شي.
د هغه په وينا، په ايران کې مېشتو تحصيل کړيو کسانو ته د افغان حکومت له لوري په افغانستان کې د کار زمينه برابره شي.
موده وړاندې په ايران کې د غيرقانوني مېشتو افغانانو د قانوني کېدو او په دې اړه د ګډې طرحې رامنځته کولو په موخه د افغان او ايران پلاويو تر منځ په کابل کې يو هوکړه ليک لاسليک شوى و، چې د يادې ګډې طرحې عملي کار تېره ورځ پيل شو.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










