منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د UNHCR سږنۍ ناسته کې به افغان کډوالو ته ځانګړې پاملرنه جلب شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦وږى ٩٤): د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د سږ کال په ناسته کې به افغان کډوالو ته ځانګړې پاملرنه جلب شي.

د هېواد د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره نن (د وږي ٢٦مه) پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه د افغانستان، پاکستان، ايران او UNHCR په څلور اړخيزه ناسته کې شوې ده.

دا ناسته تېره ورځ په جينوا ښا رکې د UNHCR (اکسکام) اجرائيوي کمېټې کلنۍ ناستې ته د تياريو په موخه ترسره شوه.

ټاکل شوې چې د UNHCR(اکسکام) اجرائيوې کمېټې کلنۍ ناسته د روان زېږديز کال د اکتوبر مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شي.

خبرپاڼې زياته کړې چې په دې څلور اړخيزه ناسته کې به هوکړه وشي چې د اکسکام يوه ناسته د افغانستان لپاره ځانګړې شي.

د دې ناستې موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اجرائيوې کمېټې د کلنۍ ناستې لپاره تياري او د اجنډا ترتيبول ښودل شوي دي.

خبرپاڼې زياته کړې چې په دې څلور اړخيزه ناسته کې چې تېره ورځ په جينوا کې ترسره شوه، د افغانستان، پاکستان، ايران او UNHCR لوړ پوړو پلاوو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ ګډون کړى و.

د خبرپاڼې په قول، په ناسته کې ټولو خواوو هوکړه وکړه چې د اکسکام د ناستې شپږمه ورځ افغان کډوالو ته ځانګړې کېږي چې د ولسمشر اشرف غني په وينا سره به پرانيستل شي، د دې تر څنګ به په دې ورځ  د (پورتفوليو) د پروژو ټولګې طرحه هم د افغانستان له خوا  کډوالو ته  د نړيوالې ټولنې د مرستو د جلب په موخه وړاندې شي.

د اکسکام ناسته هر کال د ملګرو ملتونو له خوا د سويس په جينوا ښار کې د غړو هېوادونو د لوړپوړو استازو په ګډون ترسره کېږي او د کډوالو اړوند موضوعاتو په اړه په کې خبرې کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال