Language

زرمت ولسوالۍ کې پنځه سرتېري ووژل شول

ګردېز(پژواک،٢٩وږى٩٤): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په زرمت ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت مرستيال مل پاسوال محمد زمان د وږي په٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د ګردېز _ زرمت ولسوالۍ پر لويه لار د امنيتي سرتېرو په موټر چاودنه شوې ده او په کې سپاره پنځه سرتېري وژل شوي دي.

هغه زياته کړه : ((دغه کسان د زرمت ولسوالۍ اړوند امنيتي سرتېري وو، چې په يوه کرولا ډوله موټر کې له زرمت څخه ګردېز ته روان وو، چې چاودنه پرې وشوه او ټول و وژل شول.))

ده وويل ، چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د زرمت_ ګردېز پر لويه لار ماينونه خښ کړي دي.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو له ماينونو څخه د يادې لارې د پاکونې چارې پيل کړې دي.

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عارف پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

هغه وايي چې وسله والو طالبانو د زرمت _ ګردېز پر لويه لار ماينونه خښ کړي ، چې خلک يې له ډيرو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زياته کړه : ((د اختر شپې او ورځې دي خلک ډير ښار ته ځي خو په عمومي لار ښار ته نه شي تللى، په فرعي لارو ښار ته ځي، خلک په ډيرو ستونزو کې دي د لسو دقيقو لار په نيم ساعت کې طى کوي.))

login or register a new account.