ښرنه ( پژواک، دتلې لومړۍ نېټه ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په پکتيکا ولايت کې د يوې چاودنې له امله د امنيت د امر په ګډون څلور پوليس ټپي اودوه وژل شوي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان علي مست مومند د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن په اومنه ولسوالۍ کې شوې وه.
هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى، د امنيت امر نثار احمد عبدالرحيمزي ژوبل شوى دى.
خو ددې ولايت يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې چاودنه د امنيت امر د ګزمې پر موټر شوې چې له امله يې يو سيمه ييز پوليس او يو د ملي اردو افسر وژل شوي .
د سرچينې په وينا، په دې چاودنه کې په دې چاودنه کې دامنيت امر په ګډون څلور سرتېري ټپي شوي دي.
د مرکز ښرنې د ملکي روغتون يوتن کارکوونکي پژواک ته وويل، چې ددې چاودنې څخه ورته څلور ژوبل پوليس راوړل شوي .
طالبان وايي چې په ياده چاودنه کې يې د ملي اردو يو تن افسر په ګډون يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا د اومنې ولسوال محبت خان وايي چې نن سهار دګيناوې په سيمه کې پر يوتن موټرسايکل سپور عام وګړي د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP