منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار د کډوالو پر ښارګوټي له څوارلس کلن انتظار وروسته کار پيلېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کندهار ( پژواک،۳تله٩٤ ): د کندهار ولايت د کډوالو چارو رييس وايي، ټاکل شوې ده په دغه ولايت کې د کډوالو لپاره پر ځانګړي شوي ښارګوټي کار پيل شي او ټولو هغو کډوالو ته د استوګنې يوه- يوه نومره ځمکه ورکړل شي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې کندهار ته راستانه شوي دي.

محمدعظيم نوابي پژواک خبري اژانس ته وويل، کندهار ته په تېرو څوارلسو کلونو کې له پاکستان او ايران څخه زرګونه کډوال بېرته راستانه شوي، خو اړوندې ادارې ورسره د امکاناتو د نشتوالي له امله هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

د ده په خبره، له راستنېدونکو کډوالو سره يوازې د کډوالو نړيوال سازمان (UNHCR) مالي مرسته کړې، خو د کډوالو چارو رياست په دغه کار کې پاتې راغلى.

هغه زياته کړه، د کډوالو چارو وزارت په تېرو ١٣ کلونو کې ان دومره و نه توانېده چې په ځانګړې شوي ښارګوټي کې کډوالو کورنيو ته د استوګنې يوه- يوه نمره بېله کړي.

دى وايي، کلونه وړاندې د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مارغر سيمه کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ١٢ جريبه ځمکه بېله شوې، دا چې په دې ځمکه کې ډېر ماينونه خښ وو، په ډېر کړاو يې اړوندې موسسې دې ته چمتو کړې چې دغه ځمکه له ماينونو پاکه کړي.

د نوموړي په وينا، د تېرو څوارلسو کلونو په اوږدو کې په وار وار د کډوالو چارو وزارت پلاوي راغلل او دغه راز په خپله يې هم په لسګونو مکتوبونه ور ولېږل، خو له ژمنو سربېره د کډوالو پر ښارګوټي کار پيل نه شو.

نوابي وويل، په دې وروستيو کې د کډوالو چارو د نوي وزير په راتګ ورسره ژمنه شوې چې ډېر ژر به په کندهار کې د کډوالو پر ښارګوټي کار پيل شي او کډوالو ته به د استوګنې يوه- يوه نومره ځمکه ورکړل شي.

دى وايي، تر دې مهاله ورسره تر ٣ زره ډېرو کډوالو کورنيو نومونه ثبت کړي چې بايد ځمکې ورکړل شي.

خو نوموړي دا هم وويل چې په پنجوايي کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ځانګړې شوې ١٢ جريبه ځمکه بسنه نه کوي، په همدې بنسټ په دامان ولسوالۍ کې هم د کډوالو د يوه بل ښارګوټي لپاره ٦ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې د جوړولو لار څاري.

د کډوالو چارو رييس په روان کال کې کندهار ته د راستنو شوو کډوالو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل په روان ٢٠١٥ زېږديز کال کې له پاکستان څخه د سپين بولدک له لارې له ١٠٠٠ څخه زياتې کډوالې کورنۍ بيرته خپل هېواد ته را ستنې شوې دي.

دى وايي، تېر کال د همدغه کال تر پايه له همدې لارې ١٠٨٠ کورنۍ راستنې شوې وې، خو سږ کال به يې شمېر د تېر کال په پرتله لوړ شي.

د ده په خبره، په ټوليزه توګه د تېرو کلونو په پرتله له هر کال څخه بل ته د کډوالو د بيرته راستنېدو کچه ټيټه شوې چې لامل يې نا امني، بې کاري، د سرپناه نشتوالى او ګڼې نورې ستونزې دي.

نوموړى وايي، که په کندهار کې د کډوالو د سرپناه غم وخوړل شي او هغوى ډاډه شي چې دلته کار او روزګار موندلاى شي، نو يوه کورنۍ هم په ګاونډيو هېوادونو کې نه پاتې کېږي، ځکه په دې وروستيو کې په پاکستان کې هم کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

له بله پلوه کندهار د جګړو له امله له داخلي بې ځايه شوو کډوالو له ستونزې سره هم مخامخ دى.

په تیرو کلونو کې د کندهار د بېلابېلو ولسواليو تر څنګ په هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو کې جګړو او نورو ناخوالو زرګونه کورنۍ اړې کړې چې کندهار ښار ته پناه راوړي.

د کډوالو چارو رييس وايي، دا مهال په کندهار ښار کې ٢٠ زره دغسې کډوال مېشت دي چې ډېر يې د ژوند له لومړنيو اسانتياوو (استوګنځايونو، زده کړې او روغتيا) څخه بې برخې دي.

کندهار ته راستانه شوي کډوال وايي، په داسې حال کې خپل هيواد ته بيرته را ستانه شوي چې دلته نه د سرپناه ځاى لري او نه هم د خپلو اولادونو د خېټو د مړولو لپاره کار موندلاى شي.

عبدالمجيد چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه بيرته خپل هېواد ته را ستون شوى پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د کورنۍ د غړو شمېر مې ٩ تنو ته رسېږي، له لومړۍ ورځې په يوه خرابه کور کې اوسم، خو ترا وسه مې يو داسې کار نه دى موندلى چې کورنۍ ته مې نفقه برابره کړم، ځکه خو مجبور يم چې هم زه او هم مې اولادونه کار وکړو.))

دى وايي، ډېر يې زړه غواړي چې په اولادونو زده کړې وکړي، خو نه يې شي کولاى؛ ځکه هغوى ورسره د نفقې په برابرولو کې مرسته کوي او ټوله ورځ د ډېرو کمو پيسو په بدل کې درانه کارونه کوي.

نوموړي ګيله وکړه، چې تر دې مهاله ورسره دولت هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

د علي محمد په نوم يو بل کس وايي چې په دې وروستيو کې ډېرى کډوال په پاکستان کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي او غواړي خپل هېواد ته راشي، خو ستونزه دا ده چې دلته نه د استوګنې ځايونه لري او نه ورته مناسب کار پيدا کېږي.

هغه له چارواکو غوښتنه وکړه، چې تېر حکومت د کډوالو لپاره هيڅ اسانتياوې برابرې نه کړي، خو نوى حکومت بايد د کډوالو لپاره ښارګوټى جوړ کړي او هغوى ته دې د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال