منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“کوچنيو وروڼو د جامو ګنډلو په اړه زيات راته وويل خو پيسې مې ترلاسه نه کړې”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

"کوچنيو وروڼو د جامو ګنډلو په اړه زيات راته وويل خو پيسې مې ترلاسه نه کړې"

 

چاريکار (پژواک ؟؟؟ ٩٤): هغه ځوان چې خپل پلرنى ټاټوبى لغمان يې پرېښى او له خپلې کورنۍ په سره په پروان کې ژوند کوي، وايي چې اختر ته چمتووالى نلري؛ ځکه هغه د خپلې کورنۍ د لومړنيو اړتياو د پوره کولو لپاره هم مرستې ته اړتيا لري.

٢٦ کلن محمد دل چې د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، څلور کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره د پروان ولايت مرکز دولانه سيمې ته را کډه شوى دى.

نوموړى، د لغمان په غليشنګ کې د ځمکو د اوبو وچېدل او امنيتي ستونزې له ياد ولايت څخه دولانه ته د راتلو اصلي لاملونه وبلل.

نوموړى له خپلې يوې مېرمنې، يوې لور او دوه زامنو، دريو کوچنيو وروڼو، دوه خويندو او له خپل پلار او مور سره په يوه زاړه کور کې چې دېوالونه يې نړېدلي او دوه نم لرونکې او زړې کوټې لري؛ ژوند کوي.

ياد ځوان، د ژوند له چارو ډېر شکايت لري او د خپلو ماشومانو و کورنۍ شلېدلو جامو ته په اشارې کولو سربېره وويل، چې د بې وزلۍ له امله اختر ته هيڅ چمتووالى نه لري.

محمددل زياته کړه، چې د کار موندنې لپاره د چاريکارو چوک ته ځي، خو په اونۍ کې يوازې دوه يار درې ورځې ورته کار پيدا کېږي، چې د ورځې ٣٠٠ افغانۍ ترې اخلي.

دغه راز هغه وويل، چې دوه کوچني وروڼه يې په بازار کې لاس ګاډۍ چلوي او هر يو يې د ورځې تر پنځوسو افغانيو پورې پيدا کوي.

هغه زياته کړه، چې نه يوازې اختر ته پوره چمتووالى نه لري، بلکې د ژوند ستونزې د دې لامل شوې چې اختر ترې هېر شي، ځکه په دې عايداتو سره د خپلې ١٣ کسيزې کورنۍ د لومړنيو اړتياو پوره کول ستونزمن کار دى.

نوموړي څرګنده کړه، چې هره مياشت د کور د کرايه دوه زره افغانۍ ورکوي او نوموړى په دې عايداتو سره يوازې د وچې ډوډۍ پيسې هم نه شي پيدا کولى.

محمددل وويل، چې د هغه يو شمېر ګاونډيان چې کروندګر دي، له هغه سره ځينې وختونه د الوګانو، بنډيو او يو شمېر نورو کرهنيزو محصولاتو مرسته کوي.

هغه چې سخت خپه تر سترګو کېده، وويل: "کوچنيو وروڼو مې زيات راته وويل چې د اختر لپاره ورته کالي واخلم، خو پيسې يې ترلاسه نکړې."

هغه خټين نغري ته چې خس يې پکې اچولي و، اشاره وکړه او زياته يې کړه: "له دې امله چې پيسې نه لرم، له ګاز څخه ګټه نه شو اخيستى، له هغو لرګيو او خسو څخه چې زموږ ماشومان يې له بهر راوړي، ګټه اخلو."

محمددل له دې امله چې بېسواده دى، رنځيږي او له مرسته کوونکو بنسټونو او سوداګرو غواړي چې له هغه سره مرسته وکړي، څو د هغه کورنۍ له بې وزلۍ وژغورل شي.

نوموړي زياته کړه، چې تر اوسه پورې کوم ارګان له هغه سره مرسته نه ده کړې.

د پروان د کډوالو او بېځايه شويو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ، دغه ولايت ته له ١٣٨٥ لمريز کال راهيسې د نا امنيو او طبيعي پېښو له امله ٢٤٦١ کورنۍ له کاپيسا، لغمان، باميانو، نورستان، پکتيا، کندوز، غزني، پنجشېر او د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه بېځايه شوې او د پروان په بېلابېلو سيمو کې ژوند کوي.

له دغو بېځايه شويو کورنيو سره ځينې وختونه د بېلابېلو بنسټونو له لوري د خوراکي توکو او البسې مرستې کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال