منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۳ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تخار ته د کندوز کډوالو لړۍ روانه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

تالقان (پژواک ٨ تله ٩٤): د وسله والو طالبانو له لوري د کندوز ښار له نيول کېدو وروسته، د دې ښار په سلګونه کورنۍ تخار، بدخشان، بغلان، کابل او نورو ولایتونو ته کډه شوې دي.

وسله والو طالبانو، نن د کندوز اوسېدونکو ته په لوړغږونو ویلي وو چې: ((د سهار له ۶ تر ۱۱ بجو له ښاره ووځئ، که په جګړه کې ووژل شوي‎ئ، ګناه مو له خپلې غاړې ده.))

د کندوز- تخار لویه لار، نن د زرګونو کډوالو کورنۍ شاهده وه چې په ګاډو، ريکشاوو، خرګاډو او نورو وسیلو یې ځانونه تالقانو ښار ته رسول.

۴۰ کلن رحیم الله چې خپله ۴کلنه لمسۍ یې په غېږه کې کلکه نیولې وه او په ريکشا کې له کندوز ښار څخه د تالقانو په لوري روان وو، پژواک خبري اژانس ته وویل چې کندوز نور د ژوند ښار نه دی.

هغه وايي: ((کندوز یې خراب کړ، دولتي تاسیسات ټول خراب شول، ښار کې وحشت خپور دی، څوک له کوره نه شي وتلای، مېرمنې خو بېخي بندیانې شوې دي، هټۍ او نانوایانې ټولې بندې دي، د خوراکي موادو بیې دوه برابره شوې دي.))

نوموړی زياتوي، یواځې خپل ځانونه یې ایستلي دي، هرڅه یې پاتې دي او نوره تمه ترې هم نه شي کولی.

د کندوز د کارته فیض اباد د سیمې یوه اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل، ټول کندوز طالبانو نیولی، یواځې هوايي ډګر پاتې دی او هغه هم له سقوط سره مخ دی.

نوموړی زیاتوي: ((هوايي ډګر له دولت سره دی او هغه هم کلابند شوی دی، طالبانو موږ ته وویل چې سیمه پرېږدو، که ووژل شو، ګناه مو په خپلې غاړې ده، چورلکو او جيټ الوتکو هم بمونه غورځول، د عادي وګړو لپاره ژوند بېخي تریخ شوی.))

 د کندوز یو بل اوسېدونکی شجاع الدین وايي چې دولت له طالبانو سره د جګړې او د کندوز د نیولو اراده نه لري.

د ده په وينا، که دولت وغواړي، په یو ساعت کې ټول کندوز تصفیه کولی شي.

هغه وايي: ((زموږ امنیتي ځواکونه ونه جنګېدل، زه عیني شاهد یم، ټول ټانکو په تېښته وو، یو ډز یې هم ونه کړ، د دورې په سر چې کومانډو ځواکونه وو، یو ساعت هم ونه جنګېدل، شل طالب، دوه زره امنیتي کسان پسې اخلي.))

د ځايي اوسېدونکو په خبره، طالبانو وشو کولی د خپلو اخري بریدونو په پایله کې بالاحصار، سردوره او کابل اډه ونیسي او امنیتي ځواکونه په هوايي اډه کې کلابند کړي.

خو په ورته وخت کې بیا د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرورحسیني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې یو شمېر نوي ځواکونه هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

هغه زياته کړه، دوی هڅه کوي چې خپل ځواکونه راټول او له وسله والو طالبانو څخه د کندوز ښار د پاکولو عملیات پيل کړي.

حسيني وايي: ((یو شمېر نوي ځواکونه رسېدلي، د ټولو امنیتي ځواکونو په را رسېدلو سره، عملیات پيلېږي، دغه ځواکونه په عمومي سړک راغلي، زموږ د ځواکونو مورال لوړ دی.))

له کندوز نا امن ولایت څخه تالقانو ته ډېر شمېر کډوال راغلي، چې خپلو خپلوانو کره یې اړولې دي.

په دغه ولایت کې د کډوالو ادارې چارواکي وايي، چې له کندوز څخه راغلو کډوالو ته هېڅ ډول امکانات نه لري.

د دغې ادارې مشر سید مرتضی همدرد، پژواک خبري اژانس ته وويل، که دغو کډوالو ته مرستې و نه رسېږي، انساني غمیزه به رامنځ ته شي.

هغه زیاتوي: ((د کابل لار بنده ده، د خوراکي توکو بیې د ورځې په تېرېدو سره لوړېږي، له کندوز څخه د کډوالو څپې را روانې دي، له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو بنسټونو څخه غواړم چې کډوالو ته د هوا له لارې بېړنۍ مرستې را ورسوي.))

درې ورځې مخکې طالبانو د کندوز ښار ونیوه، ویل کېږي چې د تخار او کندوز نظامي تجهیزات چې په دغه ښار کې ساتل کېدل، د طالبانو لاس ته ورغلي او د دغه ښار د نیولو لپاره د دولت هڅې تر دې دمه کومه ښکاره نتیجه نه ده ورکړې.

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال