محمودراقي (پژواک، ١١ تله ٩٤): چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو پنځو سرتېرو او ٢٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د تلې په ١١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خنجر ۱۳ په نوم ګډو ځواکونو له تېرو څلورو ورځو راهيسې د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات په لاره اچولي وو.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د دريو قوماندانانو په ګډون ٢٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ١٣ يې وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې ولسوالۍ لس کلي له وسله والو مخالفينو پاک شوي دي.
قول اردو ويلي چې په دغو عملياتو کې دوه سرتېري هم ژوبل شوي دي.
خو په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان خواجه اغا ساپي پژواک ته وويل چې د صالح کلا په سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کې درى سرتېري وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې نښته کې يو وسله وال هم وژل شوى او دوه نور يې ژوبل شوي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، اوسمهال د تګاب په سوېلي سيمو کې د امنيتي ځواکونو له خوا عمليات روان دي.
بلخوا د تګاب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې بايد اوږود مهال عمليات په لاره واچول شي.
د دوی په وينا، لنډمهاله عملياتو کې هم د حکومت لګښت راځي او هم خلکو ته تلپاتې امنيت نه رامنځته کېږي، بلکې کله چې له سيمې امنيتي ځواکونه ووځي دوباره وسله وال خپل فعاليت پيلوي.
د تګاب د شينکي سيمې اوسېدونکي حاجي سميع الله وايي: ((د تګاب او سروبي سړک چې د تګاب له جنوبي برخې څخه تېرېږي له څو کلونو راهيسې له امنيتي ستونزو سره مخ دي هغه کسان چې په حکومت يا په نورو ادارو کې کار کوي، د وسله وال له شتون څخه په عمومي سړک تګ راتګ نه شي کولای .))
هغه پژواک اژانس ته وويل، اړتيا ده چې په ياده لاره باندې امنيتي پوستې جوړې شي، لنډمهال عمليات امنيت نه شي راوستلى، تلپاتې امنيت لپاره بايد اوږودمهال عمليات ترسره شي.
د معلم محمدعالم په نوم د احمدزيو سيمې اوسېدونکي هم وايي چې امنيتي ځواکونه بايد داسې تکتيک څخه کار واخلي چې په مياشتو مياشتو يادې سيمې له وسله والو پاکې شي.
د ده په وينا، کله چې جګړه پيل شي ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي او مالي زيانونه هم اوړي .
بلخوا د کاپيسا د ولايتي شورا غړي الحاج عزيز الله ساپی وايي په جګړه کې د تګاب خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي خو امنيتي ځواکونه او حکومت هم خپل پلان لري د هغې مطابق د اړتيا له مخې په ځينو سيمو کې عمليات پيلوي خو مهمه ده چې د ملکي وګړو ژوند او مال ته ډېر بايد پام وشي.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق وايي چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د تګاب په بېلابېلو سيمو کې عمليات روان دي او تر دې دمه ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياتوي چې دوى عمليات د خپلو پوځي پلانونو او له ارګانونو سره په همغږۍ ترسره کوي او هڅه کوي چې خلکو ته امنيت تامين کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










