خوست ښار (پژواک، ١٢ تله ٩٤): په خوست کې له هغو سلګونو افغان کډوالو کورنيو سره چې په دې وروستيو کې د پاکستان له قبايلي سيمو د نا امنيو له امله راستنې شوې دي، د غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
مسوولين وايي چې دغه مرسته د کډوالۍ نړيوالې ادارې يا IOM له خوا له کابو ۲ سوه هغو افغان کورنيو سره وشوه چې له شمالي وزيرستان څخه دغه ولايت ته راکډز شوې دي.
په خوست کې د يادې ادارې يوه مسوول محمدقيوم پژواک اژانس ته وويل چې په تېر يو کال کې له شمالي وزيرستانه خوست ته ۱۹۸۲ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((دوی ته مو لومړني غير خوراکي توکي ورکړل. راتلونکي کې له نورو کورنيو سره هم مرسته کوو چې د کورنيو د ثبت لړۍ روانه ده. دوی له شمالي وزيرستانه د نظامي عملياتو له امله راغلې دي.))
يوه راستون شوی افغان کډوال اميرګل پژواک اژانس ته وويل چې نهه مياشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره خوست ته راغلی، خو تر اوسه ورسره د اړتيا وړ مرسته نه وه شوې.
هغه زياته کړه: ((له مېرانشاه نه راغلي يو، دا دويم وار دی، چې موږ سره مرسته کيږي، خو زموږ ګوزاره ورباندې نه کيږي، ځکه کور نه لرو، کوټې نه لرو، دولت بايد موږ سره نورې مرستې وکړي.))
يو بل راستون شوي کډوال عبدالخالق د يادې مرستې له ترلاسه کولو وروسته له پژواک اژانس سره په خبرو کې له مرسته کوونکو ادارو وغوښتل چې د ژمي په راتلو سره دوی ته پوره پاملرنه وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((ژمي ته وسايل نه لرو، کور کې مو واړه ماشومان دي، کوټې مو ټولې خرابې دي، موږ سره بايد زياتې مرستې وشي.))
خو په خوست کې د مهاجرت نړيوالې ادارې يا IOM مسوولين له راستنو شوو افغان کډوالو سره د خپلو مرستو پر دوام ټينګار کوي.
دوی وايو چې د تېر يو کال په موده کې يې له ۱۶۰۱ افغان کډوالو کورنيو سره مرسته کړې او پاتې نورو کورنيو ته به هم د اړتيا وړ توکي ورسوي.
login or register a new account.