کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له نړيوالې ټولنې غوښتي، څو ټولو هغو کسانو ته چې اروپا ته تللي؛ له کوم تبعيض پرته پناه ورکړي.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان، سوريه او عراق کې د وروستيو نا امنيو له امله د روان کال له پيله راهيسې شاوخوا ٥٠٠ زره کسان له غير قانوني لارو اروپا ته تللي چې له يادې ډلې يې ٧٠ زره افغانان تشکيلوي.
يو شمېر پناه غوښتونکو چې په غير قانوني توګه يې اروپايي هېوادونو ته د تلو هوډ کړى، د لارو په اوږدو کې يا خو په اوبو کې ډوب شوي او يا هم د يادو هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي چې د دوى ژوند يې له خطر سره مخ کړى دى.
د اکسکام (EXCOM) په نوم د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ په ٦٦ مه په کلنۍ غونډه کې چې د روان کال د اکټوبر مياشتې په پنځمه نېټه د جينوا په ښار کې پيل او د يادې مياشتې تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي، پکې د افغان کډوالو د موضوع يادونه هم وشوه.
ياده غونډه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر انتونيو ګوترز، په وينا سره پيل شو.
نوموړي، د افغان کډوالو د کډوالۍ موده د کډوالۍ تر ټولو اوږده موده وبلله او ويې ويل: " د کډوالۍ تر ټولو اوږدې مودې د ګواښ حل د نړۍ همغږۍ او همفکرۍ ته اړتيا لري."
ګوترز د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې افغان کډوالو او د دوى د ستونزو هواري ته پوره پام وکړي.
د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ناستې دويمه ورځ د افغانستان د پناه غوښتونکو موضوع ته ځانګړې شوې وه او افغانستان د پروټ فوليو (ProtFolio) په نوم د "پروژو ټولګې" طرحه په کې وړاندې کړه چې افغانستان هغو کډوالو ته چې بېرته هېواد ته راستنېږي او يا هغه بېځايه شوي کډوال چې د هېواد په داخل کې بېځايه کېږي، له ٥٠٠ ميليونه ډېرو ډالرو غوښتنه کړې ده.
هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې د نړۍ د سلو هېوادونو د لوړپوړو استازو سربېره، د هېواد د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي هم ګډون کړى دى.
مياخېل وويل چې په دې ناسته کې مرسته کوونکي بنسټونه هم ګډون لري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ له نړيوالې ټولنې غوښتي چې افغان بېځايه شوو او کډوالو ته ډېره پاملرنه وکړي.
نوموړي زياته کړه چې په دې ناسته کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير له نړيوالې ټولنې وغوښتل څو ټولو هغو کډوالو ته چې اروپا ته تللي؛ له کوم تبعيض پرته پناه ورکړي.
په دې ناسته کې، د ايران د کورنيو چارو وزير او د پاکستان د قومونو او قبايلو وزير هم ګډون درلود.
د مياخېل په وينا، د يادې ناستې په څنډه کې د هېواد د کډوالو چارو وزير په پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت او دغه راز په ايران کې د غير قانوني افغان کډوالو د قانوني کېدو په اړه د يادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړې.
د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو پر بنسټ، په پاکستان کې ١،٦ ميليونه افغان کډوال ثبت شوي او پر دې سربېره ١،٥ ميليونه نور کډوال له کومو قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او د ٢٠١٥ زېږديز کال راهيسې له ١٣٩ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه راز په ايران کې هم ٩٠٠ زره قانوني سند لرونکي او پاتې ١،٤ ميليونه نور يې چې قانوني اسناد نه لري، افغان کډوال ژوند کوي.
مياخېل وويل، د يادې ناستې په څنډه کې د افغانستان او انګلستان تر منځ د ترسره شوې هوکړې پر بنسټ؛ له انګلستان وغوښتل شول چې د هغو افغان کډوالو له را ايستلو چې د اوسېدو سيمې يې نا امنه دي، ډډه وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې وه، ولسمشر اشرف غني په دې ناسته کې ګډون وکړي، خو د کندوز د امنيتي ستونزو او يو شمېر نورو مسايلو له امله يې په غونډه کې ګډون ونه کړ او يادې غونډې ته يې د ويډيو کنفرانس له لارې خپله ځانګړې بيانيه وړاندې کړه.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










