کابل ( پژواک ٢٠ تله ۹۴): د کندهار اوسېدونکى او ملي سوداګر د کندوز له بېځايه شويو سره د مرستو پر دوام ټينګار کوي او وايي، غواړي د ده دغه کار د هغو کسانو پر مخ څپېړه شي چې ژبنيو او سمتي تعصبونو ته لمن وهي.
د کندوز ښار د تلې په شپږمه د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد، درې ورځې وروسته دولتي ځواکونو دغه ښار ته ننوتل او تر اوسه هلته عمليات او په ځينو سيمو کې نښتې روانې وې.
له همدې امله له کندوز څخه زرګونه کورنۍ کابل او نورو ولايتونو ته کډه شوې او له ستونزو سره مخ دي.
د کندهار اصلي اوسېدونکى ملي سوداګر ٢٧ کلن حکمت الله ښادمن چې اوس له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسيږي، د دې کډوالو لاس نيوي ته مټې بډ وهلې دي.
ده د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يوه ٧ پوړيزه ودانۍد مياشتې په اته زره ډالره په کرايه نيولې او هلته يې د کندوز بيځايه شويو شاوخوا١٥٠ کورنيو ته له تېرو ۹ ورځو راهيسې د ژوندانه اړينې اسانتياوې برابرې کړې دي.
دی وايي:"کله چې خبر شوم چې د کندوز نه ډېرې کورنۍ کابل ته راغلي او پر واټونو شپې تېروې، فکر مې وکړ چې دا ستا افغان وروڼه او خويندې دي، پر تا يې حق دی، بايد مرسته ورسره وکړې ."
ښادمن وايي، له يادو١٥٠ کورنيو سره چې شاوخوا ٩٠٠ تنه کېږي، د استوګنې د ځاى برابرولو تر څنګ د خوراکي توکو مرسته کوي او ډوډۍ ورته برابروي.
دى وايي چې دې کسانو ته يې فرش، دوشکې، کمپلې او د هغوى د ماشومانو لپاره جامې او ان د لوبو سامانونه برابر کړي دي.
ده چې بيا، بيا يې د افغانانو پر ملي يوالي ټينګار کاوه، وويل:"ما کندوزيانو ته وويل،که هر څه راباندې ودريږي، تيار يم چې خپله وينه هم درکړم، اوس شکر دومره لرم چې له دوی سره مرسته وکړم او هر ورځ د دې کورنيو لپاره د ۳۵۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت خوراکي توکي او درمل برابر کړم."
ښادمن چې په کابل کې د مريم خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي د لومړي کال محصل دی، وايي چې کډوالو ماشومانو ته يې هسې جامې برابرې کړي لکه څنګه يې چې خپلې کوچنۍ لور " اسرا" ته برابرې کړې دي.
دى وايي:"که له دې خلکو سره هر څومره مرسته وکړم خوا مې نه پرې سړېژي، هغه وخت به مې خوا سړه سي چې کندوزيان بېرته کندوز ته ولاړسي او زه يې کورونه ور جوړ کړم؛ ژوند يې برابر کړم او دا وګورم چې کوچنيان يې بيا ښوونځيو ته ولاړ سي."
هغه زياته کړه:" په دې وياړم چې د هېواد د جنوب اوسېدونکی له شمالي وروڼو سره مرسته کوي او غواړي دغه کار د هغو کسانو پر مخ مضبوطه د اتفاق څپېړه ووهل سي کوم چې په ښکاره ژبني، سمتي او مذهبي تعصب ته لمن وهي."
ده له نورو سوداګرو او دولت څخه وغوښتل چې د کندوز له بېځايه شويو سره اړينې مرستې وکړي.
د کندوز بېځايه شوي کډوال هم د ښادمن له مرستو خوښ دي.
د کندوز ښار د بالاحصار د سيمې اوسېدونکې شکرېې چې اوس کابل کې له خپلې کورنۍ سره د ښادمن له خوا په کرايه نيول شوې ودانۍ کې اوسيږي، وايي چې دولت د دې کډوالو هېڅ پوښتنه نه ده کړې.
هغه چې څادري يې پر سر وه او په ژړه غوني اواز يې خبرې کولې وويل:"خاورې يې په سر له پاچاهۍ سره؛ تر اوسه يې اصلا زموږ پوښتنه نه ده کړې، خدای دې حاجي صاحب کندهاري ته خير ورکړي، موږ ته يې هر څه برابر کړي، درې وخته په خپل وخت ډوډۍ او اوبه راکوي؛ له ماشومانو مو ساتنه کوي، درمل راکوي؛ الله دې خير ورکړي."
له يادو کډوالو څخه ۲۲ کلن جعفر د کندوز د جګړو يادونه کوي او وايي :"هر لور ته انسان وژنه وه، سخته جګړه روانه وه؛ راغلو کابل ته او دلته حاجي کندهاري ( ښادمن) ؛ الله دې ډېر خير ورکړي، موږ ته يې هر څه برابر کړي، انشاءالله مشکل نشته."
هغه وايي چې دى او کورنۍ يې په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمې عزيز، ښادمن ته ور معرفي کړل او هغه هم ورته اړينې مرستې برابرې کړې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ويلي چې دوى له بيځايه شويو کسانو سره د مرستې لپاره بوديجه نه لري.
په کابل کې د کندوز کډوالو له دولت څخه وغوښتل چې د کندوز د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې وکړي تر څو بېځايه شوي کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له کندوز څخه زرګونه کورنۍ بېځايه شوي او تر اوسه څه باندې ١٧٥٠٠ دغه کورنۍ پېژندل شوي دي.
سرچينه ليکلي چې کابل ته له کندوز څخه ٣٠٠٠ کورنۍ راغلي دي.
ملي سوداګر حکمت الله ښادمن وايي چې هر ورځ ده ته يو شمېر کډوالې کورنۍ مراجعه کوي او دى هم چمتو دى چې په کابل کې د کندوز له ټولو بېځايه شويو سره مرستې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










