کندوز، کابل(پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د کندوز ښار له جګړې نورو ولايتونو ته څه باندې درې زره بې ځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې او د مرستو غوښتنه کوي.
وروسته له هغه چې د کندوز ښار د تلې په شپږمه د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد، څه باندې ٢٠ زره کندوزي کورنۍ تخار، بدخشان، بغلان، پنجشير، سمنګان او نورو ولايتونو ته بې ځايه شوې.
د کندوز د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رياست شمېرې څرګندوي چې له يوې اوونۍ راهيسې څه باندې درې زره کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته کندوز ښار ته ستنې شوې.
ددې رياست مشر عبدالسلام هاشمي وايي چې دا کورنۍ له تخار، بلخ او کابل نه د ښار بېلابېلو برخو ته ستنې شوې او له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، دا کورنۍ چې ډېرې يې تخار ته تللې وې، خپل ټول شته يې د کندوز ښار د جګړې په سبب له لاسه ورکړي او اوسمهال د خوراک او پوښاک ترڅنګ د خپلو کورونو د وسايلو له نشتوالي سره مخ دي.
هاشمي زياته کړه چې نن په دې ولايت کې د بېړنيو حالاتو غونډه جوړوي او له همکارو ارګانونو غواړي چې له را ستنېدونکو سره مرسته وکړي.
احمد فريد چې له کندوز نه کابل ته بې ځايه شوى و او اوس اوس بېرته په سه درک ساحه کې خپل کور ته ستون شوى، وايي چې د کورنۍ له اتو غړو سره په يو جوړ جامو کې کابل ته بې ځايه شوى و، له دولت نه يې هېڅ کومه مرسته نه ده تر لاسه کړې.
هغه وويل چې څه باندې يوه اوونۍ د کابل ښار په دشت برچي ساحه کې د خپلوانو په يوه کور کې اوسېده. هغه زياته کړه:((خپل ټول شته مو کور کې پرېښې و، له ګڼو ستونزو سره کابل ته لاړو، اوس چې خپل کور ته راغلى يم، د کور مالونه او وسايل مو چا وړي دي.))
د کابل مېشتو کندوزيانو د ولسي شورا مشر انجنيرمحمد الدين همدرد وويل چې له تېرې چهار شنبې رهيسې تر اوسه ددې شورا او کابل د طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتو والي ادارې له خوا ٦٠٠ بې ځايه شوې کورنۍ په مسافر وړونکو موټرو کې کندوز ته لېږدول شوې دي.
هغه وويل چې دا اداره له کابل نه تر کندوز ولايت پورې د موټر کرايه په ورکړې سربېره، هرې کورنۍ ته چې له څلورو کسانو کمه وي، پنځه زره او هرې کورنۍ ته چې له څلورو ډېر غړي ولري، اووه زره افغانۍ نغدې مرسته ورکوي.
هغه زياته کړه چې په کابل کې پاتې نورې ٦٥٠ کورنۍ ستنېدو ته چمتو دي، د هغوى لېست يې د کډوالو چارو او بېرته را ستنېدونکو وزارت ته سپارلى چې وزارت يې تنظيم کړي، له طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتو والي ادارې ورته نغدې پيسې او د موټرو کرايه ورکوي.
همدرد زياته کړه چې ٩٠٠ نورې کورنۍ د دوى له پروګرام بهر له کابل نه کندوز ته تللې او دا بهير به د ټولو کډوالو تر ستنولو پورې دوام ولري.
ويل کېږي چې شاوخوا شپږ زره کورنۍ د کندوز له جګړو کابل ته بې ځايه شوې دي.
د کندوز ښار د امام صاحب بندر ساحې اوسېدونکي تميم احمد چې له خپلې کورنۍ سره د تخار مرکز تالقان ښار ته بې ځايه شوى او اوس را ستون شوى، وويل:((کورمې د طالبانو د بريد پرمهال وسوځېده، څه مې چې درلودل او په خولو مې ګټلي و، له لاسه مې ورکړل.))
هغه زياته کړه چې يو بې پرې کس دى، بايد چې کوريې نه واى سوځول شوى، له دولت غواړم چې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي.
د تخار د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو مشر سيد مرتضي وويل چې له کندوز نه دې ولايت ته شاوخوا ١٠ زره کورنۍ بې ځايه شوې چې شاوخوا ٩٧٠٠ کورنۍ يې سروې کړې او د مرستو ور رسولو لړۍ پيل شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې د دولت او مرستندويه بنسټونو په همکارۍ، د څه باندې ١٥٠٠ کورنيو لپاره د خوړو او پوښاک کورنۍ بستې وېشل شوې او دا بهير په چټکۍ روان دى.
له بلې خوا د کندوز د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو مشر وايي:((د خلکو را ستنېدنه ډېره ورو مخته ځي، لاهم د لويو لارو په ځانګړي ډول کندوز- تخار لويې لارې امنيتي ستونزه نه ده حل شوې، دولت بايد ددې لارو امنيت خوندي کړي.))
خو د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سرورحسيني وايي چې امنيتي ارګانونه خلکو ته ډاډ ورکوي چې له کوم اندېښنې پرته خپلو کورونو ته را ستانه شي.
هغه وويل چې د کندوز – تخار او کندوز- کابل لارې پرانېستې او د بې ځايه شوو د راستنېدو لړۍ روانه ده، د کندوز چارواکي پلان لري چې دوى ته اړينې مرستې چمتو کړي.
د عامې ورغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د کندوز روغتيايي مرکزونو ته ٩٠ مړي او څه باندې زر ټپيان ور وړل شوي چې اکثره يې ملکي وګړي دي. د کندوز جګړې شخصي او دولتي تاسيساتو ته ميليونونه ډالر زيان هم اړولى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










