منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جرمني غير قانوني افغانان باسي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٤ ) : جرمني اعلان کړى چې له خپل هېواد څخه ټول هغه افغانان  باسي او خپل هېواد ته يې لېږي چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي دي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ډي مايزير په برلين کې ديوې خبري غونډې پر مهال ويلي، چې هېواد ته يې د افغان پناه غوښتونکو مخ په زياتېدونکې لړۍ ورته نوره  د منلو وړ نه ده.

هغه له افغانانو وغوښتل چې په خپل هېواد کې پاتې شي، د خپل ولس او هېواد خدمت وکړي.

ده زياته کړې: (( کوم افغانان چې د افغانستان له نسبتاً با امنو سيمو څخه راغلي، هغوى به بېرته ولېږل شي.))

د يادونې ده چې په افغانستان ، سوريه او عراق کې  د روانو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله اروپا ته په غير قانوني توګه د کډوالو د تګ لړۍ  ګړندۍ شوې ده.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې ٧٠ زره افغانان اروپا ته تللي، چې ډېرى برخه يې ځوانان جوړوي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير ويلي، ټول هغه افغانان چې هېواد ته يې ورغلي، نه شي کولى د تل لپاره هلته پاتې شي.

د راپورونو له مخې، سلګونه زره کډوال چې ډېرى يې افغانان، د سوريې او عراق اوسېدونکي دي سږ کال جرمني ته رسېدلي دي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير د معلوماتو له مخې، په روانه مياشت کې تر سوريې وروسته ډېر افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي.

توماس ډي مايزير ويلي، چې ډېرى افغانان د افغانستان د پلازمېنې کابل ولايت د منځنۍ طبقې اوسېدونکي دي او دوى بايد په خپل هېواد کې پاتې شي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير زياته کړې، چې دوى د افغانستان له حکومت سره په ګډه ددې افغانانو د بېرته ستنولو لپاره کار کوي.

راپورونه وايي چې جرمني به دغه افغانان په پوځي الوتکو کې بېرته افغانستان ته ولېـږي.

بلخوا د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له جرمني غوښتي چې په خپلې دې پرېکړه دې له سره غور وکړي او د افغانانو د نه  وېستلو ډډ دې ورکړي.

دغه وزارت ويلي، چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې امنيتي حالات سم نه دي او دغه خلک له مجبورۍ څخه اروپا ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان مشرانو جرګې هم  له جرمني غوښتي چې افغانان دې په زوره له خپلې خاورې نه  باسي.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې ( اخمسا) مشر ډاکتر لياقت عادل د جرمني پر دغې پرېکړه ژوره اندېښنه وښوده.

هغه پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې امنيت خراب او د خلکو اقتصاد ورځ تر بلې خرابېږي.

ده زياته کړه : (( ډېرو خلکو خپلې ځمکې او جايدادونه ديوه ښه راتلونکي او يوې نمړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه خرڅ کړل او اروپا ته تللي ، اوس دوى نه بايد افغانان بېرته  وباسي.))

ډاکټر عادل د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې په هېواد کې دننه دامنيت او اقتصاد ښه کولو په موخه دې جدي اقدامات وکړي، څو ځوانان اروپا ته له تګ څخه ډډه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال