منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اروپا په يوه پنډغالي کې يوه ٦٣ کلنه افغان مېرمنه مړه شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل ( پژواک، ٩ لړم ٩٤ ) : د اروپايي هېواد کروشيا په يوه پنډغالي کې يوه ٦٥ کلنه افغان کډواله مېرمن مړه شوې ده.

اروپايي رسنيو د لړم په ٩ مه، خبر ورکړى  چې دغه ٦٣ کلنه افغان مېرمنه په خپل طبعي مرګ مړه شوې ده.

راپورونه وايي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې چې کروشيا ته د کډوالو بهير پيل شوى، دا لومړۍ کډواله  ده  چې مړه کېږي.

د کروشيا د کورنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې دغې مېرمنې نن سهار د سربيا هېواد پولې ته څېرمه د کروشيا د اوپاټواک په نوم سيمې يوه پنډغالي ته له رسېدلو سره سم ساه ورکړې ده.

سرچينې د  مړې شوې افغان مېرمنې نوم نه دى په ډاګه کړى، خو زياته کړې يې ده چې هغه به د مسلمانانو په يوه هديره کې   خاورو ته وسپارل شي.

د مړې شوې مېرمنې ١٨ کلن لمسي زبيدفقيري رسنيو ته منلې ده چې نيا يې نن سهار د سختې سړې هوا له امله مړه شوې ده.

هغه زياته کړې : (( زموږ د کورنۍ نور غړي هم دې پنډغالي ته پر لاره ده، کله چې هغوى هم ور ورسېږي، بيا به يې د  نيا د جنازې او دفن مراسم ترسره شي.))

د يادونې  ده چې تر ترکيې او يونان وروسته کروشيا د مرکزي او لوېديځ اروپا هېوادونو ته د تګ لپاره مرکزي لاره ګڼل کېږي، د دغه هېواد د چارواکو په وينا، سږ کال دې هېواد ته درې سوه زره کډوال راغلي چې بيا له دې ځايه نورو هېوادونو ته ځي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له هېواد څخه ٧٠ زره کسان اروپا ته په قاچاق توګه تللي ، چې ډېرى برخه يې ځوانان تشکيلوي.

دا په د اسې حال کې ده چې پرون په يونان کې د  ناقانونه کډوالو کښتۍ په بحر کې ډوبه شوې چې له امله يې ١٩ تنه مړه او ١٠٥ تنه ژغورل شوي دي.

 ناتاييد شوي راپورونه وايي چې ددې پېښې په  مړو شويو کسانو کې يوه افغانه کورنۍ هم ده.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال