جلال اباد (پژواک، ۱۱ لړم ۹۴): د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره وايي، د هېواد په کچه له کابل، غزني او ننګرهار ولايتونو ډېرى ماشومان اروپا ته په غير قانوني ډول لېږل کېږي.
يادې ادارې د لړم په ۱۱مه په جلال اباد کې د يوه ورځني سيمينار په ترڅ کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته يې غوښتل چې د دې چارې مخنيوی وکړي.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې (AREU) د څېړنو د برخې مرستيال خالد بهزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ياد سيميناره يې موخه د انساني قاچاق د مخنيوي په اړه عامه پوهاوی دی.
دى وايي: ((زموږ څېړنې ښيي چې په پښتون مېشتو سيمو کې ننګرهار او بيا پکتيا او په هزاره مېشتو کې کابل، غزني او ورپسې باميان هغه ولايتونه دي چې کورني يې ماشومان په يواځې سر اروپا او اسټراليا ته لېږي.))
نوموړي دا يادونه ونه وکړه چې په دې وروستيو کې له يادو ولايتونو څومره ماشومان په دغسې سفرونو لېږل شوي، خو اندېښنه يې وښوده چې د دې چارې دوام به ډېرى کورنيو ته له ستونزو ډک وي.
هغه زياتوي: ((ماشومان د کورنيو له لوري د قاچاقبرانو په مرسته اروپا ته لېږل کېږي، خو دا سفرونه له ستونزو ډک وي؛ ځکه غير قانوني تګ ډېرې ستونزې لري، تر دې چې ځيني ماشومان په لارو کې مړه کېږي.))
ده دا هم وويل چې د دغسې ماشومانو راتلونکی به بې برخليکه وي؛ ځکه غير قانوني سفر کوونکي له قانوني چلند سره مخ کېږي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفېع د ياد سيمينار په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د ننګرهار له ولايته د دغسې کډواليو پېښي ليدل شوې دي.
دى وايي: ((حکومت تر اوسه خلکو ته کاري زمينې او امنيت نه دى برابر کړی، بله دا چې کورنۍ د ښه راتلونکي لپاره خپل ماشومان بهرنيو هېوادونو ته لېږي، خو دا کار له ننګونو خالي نه دی.))
رفيع زياتوي، ياده مسئله به د ننګرهار له ولايتي ادارې سره د دې په وينا، د بيا ځل لپاره شريکه کړي، څو مخنيوی يې وشي.
٢٢ کلن نقيب الله د ننګرهار ولايت هغه اوسېدونکی دی چې مياشت مخکې يې د اروپا په نيت له افغانستان څخه سفر پيل کړ، خو د ايران په سرحدي سيمو کې ونيول شو او بېرته را ولېږل شو.
هغه وايي: ((د ايران له روميا ښار څخه مو د ترکيې په لور ۱۲ ساعت مزل وکړ. موږ يو شمېر افغان او ځيني کُردان وو. د ترکيې او ايران په سرحد کې ايراني پوليسو پر موږ ډزې وکړې.
څلور تنه ټپيان شول او موږ يې تر نيولو وروسته ډېر ووهلو او بېرته يې هېواد ته راوشړلو.))
نقيب الله چې په جلال اباد ښار کې د قالينو د پلور هټۍ لري، وايي، بيا هم هڅه کوي له افغانستانه د اروپا په نيت وخوځېږي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو د کوم قاچاقبر په مرسته سفر پيلوئ؟ وويل: ((زه چې د کوم قاچاقبر په مرسته ځم، هغه په يونان هېواد کې دی؛ دلته خلک لري، هغوی موږ رهبري کوي.))
هغه د دې رهبري کوونکو په اړه نور څه ونه ويل؛ خو يادونه يې وکړه چې د نا امينو او ناوړه اقتصادي وضعيت له امله غواړي اروپا ته ولاړ شي.
اخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال بيا وايي، پوليس د انساني قاچاق په مخنيوي کې ډېر حساس دي او که څوک په دې تور ونيسي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
نوموړي پژواک ته وويل، ځينې کورنۍ خپل اولادونه په پټه بهرنيو هېوادونو ته لېږي؛ خو تر اوسه پوليسو ته چا په دې تړاو شکايت نه دی کړی.
دی وايي: ((ځيني شرکتونه خلک په قانوني لارو ايران، ترکيې او نورو هېوادونو ته د اخيستلو شوو ويزو له لارې لېږي او که له هغه ځايونو په غير قانوني لارو نورو هېوادونو ته اوړي، دا بېله مسئله ده.))
بهرنيو هېوادونو ته د غير قانوني کډوالو مسئله نن سبا ډېره ګرمه شوې ده.
په دې وروستيو کې زرګونه افغانان له بېلا بېلو لارو اروپايي هېوادونو ته دننه شوي، چې د وضعيت په اړه يې اندېښنې ډېرې شوې دي.
ويل کېږي چې ښايي ډېر هېوادونه دا کډوال قبول نه کړي او بېرته يې راوشړي او دا مسئله د دې لامل شوې، چې په زرګونه دغسې مهاجر په يو شمېر هېوادونو کې بې برخليکه پاتې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










