خوست ښار (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): په سعودي عربستان کې د خوست مېشت کارګر وايي چې په ياد هېواد کې د افغانستان د سفارت د ناغېړۍ له امله يې ويزې نورې ختمېږي او په کارونو کې د زيان له جدي ګواښ سره مخ دي.
له يادو کارګرو مسافر څخه سلګونه تنه نن د لړم په ١٧مه په خوست کې د ولايتي شورا مخې ته راټول شوي وو، پر دولت غږ وکړ چې که د دوی ستونزه ژر هواره نه کړي، د ويزو په ختمېدو سره له ډېرو اقتصادي زيانونو سره مخ کېږي.
دغه افغان کارګر وايي، ستونزه په هغو پاکستاني پاسپورټونو کې راپيدا شوې چې پخوا وختونو کې سعودي ته پرې تلل چې وروسته بيا همدغه پاکستاني پاسپورټونه پر سعودي عرب د افغانستان سفارت له لوري افغاني پاسپورټونو ته اړول شوي.
دوی وايي، کله چې له سعودي څخه کابل ته راتلل، د جدې په هوايي ډګر کې يې ورته پر پاسپورټ د خروج ټاپه وهلې، خو د حامدکزي په نړيوال هوايي ډګر کې يې د پاسپورټ پر ځای پر يوه بل کاغذ د دخول ټاپه وهلې ده.
دوی زياتوي چې د بېرته تګ پر مهال د جدې په هوايي ډګر کې له پاسپورټ پرته پر بل هېڅ کاغذ ټاپه نه مني، چې په پايله کې يې يا بېرته کابل ته رالېږي او يا يې د جعل کارۍ په تور نيسي.
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد عليم چې د شپږو مياشتو په تېرېدو سره يې رخصتي پوره شوې، پژواک اژانس ته وويل چې که په څو ورځو کې ولاړ نه شي، ويزه يې ختمېږي.
هغه زياته کړه: ((د افغانستان په سفارت کې يې پر پاکستاني پاسپورټ موږ ته ويزه وهلې او يو کاغذ يې راکړ چې دا عربانو ته مه ښيئ، کله چې کابل ته راغلو، موږ ته يې د پاسپورټ پر ځای پر کاغذ د دخول ټاپه ووهله. عربان داسې وايي چې پاسپورټ لرې، نو دا کاغذ بيا څه معنی لري؟))
د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي زيارت ګل پژواک اژانس ته وويل، ستونزه يواځې په هغو پاکستاني پاسپورټونو کې ده چې افغانستان ته اړول شوي دي.
هغه وايي چې که اوس د پاکستاني پاسپورټ ټول قانوني پړاوونه ترسره هم شي، د جدې په هوايي ډګر کې يې پاکستانيان ورته درولي، هغوی افغانان پېژني او بېرته يې رالېږي.
ده زياته کړه: ((په جده کې پاکستانيان موږ ته ولاړ دي. د افغان او پاکستاني تر منځ ښکاره فرق کېږي. موږ د پاکستان په پاسپورټ سعودي عربستان ته نه شو تللی. يا مو نيسي يا مو بېرته رالېږي)).
په سعودي عربستان کې د خوست بل مسافر اول خان پژواک اژانس ته وويل چې که د دې ستونزې د هواري په برخه کې جدي اقدامات وانه خيستل شي، له سترو اقتصادي زيانونو سره مخ کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((ويزې مو ختمې شوې، د ډېرو خلکو کاروبارونه په سعودي کې پاتې دي، د چا يو لک ريال، د چا دوه لکه او د چا تر دې زياتې پيسې هلته پاتې دي. موږ زرګونه مسافر دلته را ايسار يو.))
دوی له افغان دولت څخه جدي غوښتنه وکړه چې د بهرنيو چارو وزارت له لارې دې ياده ستونزه د سعودي عربستان له دولت سره وڅېړي او د هواري لارې چارې دې ورته ولټوي.
په همدې حال کې د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي پژواک اژانس ته وويل چې د افغان مسافرو دغه ستونزه يې له ولسي جرګې او بهرنيو چارو وزارت سره شريکه کړې ده.
نوموړي زياته کړه: ((پر مرکزي دولت په ځانګړي ډول پر ولسمشر اشرف غني دا غږ کوو چې د خوست د دغو زرګونو مسافرو ستونزو ته رسيدګي وکړي او د هواري لار ورته ولټوي)).
که څه هم کره شمېر نشته، خو ځينې غير رسمي شمېرې ښيي چې ښايي نږدې ۲۰ زره خوستوال په سعودي عربستان کې کاروبار لري چې د ويزو د يادې ستونزې په رامنځته کېدو سره يې ټوله پانګونه له خطر سره مخ شوې.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې دا موضوع د کورنيو چارو وزارت سرحدي څانګې پورې تړاو لري.
سرچينې زياته کړه، چې تر اوسه د بهرنيو چارو وزارت ته په دې اړه شکايت نه دى شوى او که وشي، نو دوى د خپلې کاري ساحې اړوند ستونزې هوارې کړې.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت نظر واخلي، خو بريالى نه شو.
په سعودي کې د افغان کارګرانو ستونزه جدي ده، څو مياشتې مخکې سعودي ته د سفر پر مهال ولسمشر اشرف غني د دغه هېواد له چارواکو سره دا موضوع ياده کړې ده.
بلخوا د روان لمريز کال د لړم په ٥مه ولسمشر اشرف غني د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزيز سره د يوه ټيلېفوني اړيکې پر مهال په دغه هېواد کې افغانانو ته د کاري وضعيت د ښه والي په اړه خبرې کړې وې.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي پاچا ژمنه کړې چې ٢٥زره افغان کارګرو ته به د کار ويزه ورکوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










