منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۵ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ناروې د افغان کډوالو منلو په تړاو د سختو ګامونو له اخيستلو خبر ورکړ

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٤): د ناروې لوړپوړو چارواکو يو پلاوى چې افغانستان ته راغلى، وايي چې د نوو اقداماتو په لاره اچولو سره د افغان کډوالو منلو موکه خورا راټيټه شوې او تر اوسه د دې کسانو د کابو نوي سلنې پناه اخيستلو غوښتنې رد شوې دي.

د ناروې د بهرنيو چارو وزير مرستيال توره هاترم (Tore Hattrem) او د دې هېواد د عدليې وزارت مرستيال يورن کالمر (Yoran kallmar) نن کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال  د افغان کډوالو د پناه غوښتنې موضوع په تړاو خبرې وکړي.

هاترم په ياد هېواد کې د کډوالو  په ځانګړې توګه د افغان کډوالو زياتېدو ته په اشارې سره وويل، چې دا بهېر اندېښناک دى.

هغه د روسيې له خاورې دې هېواد  ته د راتلونکو افغانانو نوې لارې ته د اشارې ترڅنګ وويل: "موږ زياته اندېښنه لرو په ځانګړې توګه د بې سرپرسته ماشومانو په تړاو، دا کسان له خورا خطر نه ډکې لارې څخه راځي او ډېرى يې له زياتو ستونزو ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي."

د ناروې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په وينا، هغه ډله افغانان چې دې هېواد کې د پناه اخيستو له شرايطو سره برابر نه وي، څومره پيسې يې چې قاچاق وړونکي ته ورکړي دي، بايد دوه – درې برابره پيسې ولګوي، څو خپل هېواد ته بېرته ستانه شي او که دا کار و نه کړي، په زوره به واېستل شي.

هغه يادونه وکړه چې ناروې د افغانستان جمهوري رياست وروستى اعلان د هغو افغان کډوالو د منلو په اړه چې په نورو هېوادونو کې يې د پناه اخيستلو غوښتنې رد کېږي، هرکلى وکړ.

د ناروې هېواد ياد مقام څرګنده کړه چې هغوى کابل ته په سفر کې له ولسمشر، اجرايي مشر، د بهرنيو چارو وزير او له يو شمېر نورو افغان چارواکو سره کتلي او له هغوى سره يې خپله اندېښنه شريکه کړې ده، څو د دې ستونزې لپاره د حل لار ولټوي.

د ناروې عدليې وزارت مرستيال هم وويل: "هغو کسانو ته وايو چې ګومان کوي د روسيې او ناروې تر منځ پوله پرانيستې ده، دا لار اوسمهال تړلې ده او کوم کسان چې په غيرقانوني ډول راځي، بېرته شړل کېږي؛ ځکه روسيه په خپله يو امن هېواد دى او څوک چې له امن هېواد څخه راځي، د پناه اخيستلو غوښتنليک يې نه منل کېږي."

نوموړي له جياتو ورکولو پرته د افغان پناه اخيستونکو په اړه وويل، چې تر اوسه  د پناه اخيستونکو څه باندې ٩٠ سلنه غوښتنليکونه رد شوي دي.

د ناروې هېواد د عدليې وزارت مرستيال په وينا، ټاکل شوې چې ډېر ژر د پناه غوښتونکو د شتون په اړه د پارلمان له لوري يو قانون تصويب شي، چې د نغدو پيسو ورکولو پر ځاى د خوراکي توکو ورکړه به يې يوه ماده وي.

د دې چارواکي د معلوماتو له مخې، د هغو افغانانو غوښتنليکونه چې د امنيتي او بې ځايه کېدو ستونزو له امله دې هېواد ته راځي، رد کېږي او يواځې هغه کسان چې د افغانستان په هېڅ ګوټ کې خوندي نه وي او يا له تاوتريخوالي، مذهبي او تبعيضي چلند سره مخ شوي وي، منل کېږي.

د مجردو کسانو لپاره  چې د منلو په مراکزو کې ژوند کوي،  ٢٠ سلنه په اسانتياوو کې کمښت او کورنيو لپاره ١٠ سلنه کمښت، د اقامت دورې بدلون د تلپاتي اقامت لپاره له درېيو کلنو څخه پنځو کلنو ته، د لنډمودې لپاره د اوسېدلو لپاره د اجازې صدور او د وضعيت ښه کېدو په صورت کې خپل هېواد ته د کډوالو بېرته ستنېدو بهير کې اسانتيا رامنځ ته کول، د ډله ييز ادغام معيارونو عملي کول د هغو کسانو لپاره چې د دايمي اوسېدو جواز ترلاسه کوي او د ادغام بهير محدودول او د کډوالو کورنيو مېشتولو حق، هغه پروګرامونه دي چې دد ې مقام په وينا، ناروې حکومت هغه پلي کوي.

ناروې د شمالي اروپا له هېوادونو څخه ده او د طالبان رژيم له پرځېدو وروسته له افغانستان سره د سترو مرستندويو هېوادونو له ډلې څخه دى.

په وروستيو څلور لسيزو کې د افغانانو د کډه کېدو درېيمه څپه  غواړي څو اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه د لوېديځي او شمالي اروپا هېوادونو ته ځانونه ورسوي، د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې د روان زېږديزکال په لومړيو اتو مياشتو کې څه باندې ١٢٢زره افغانان اروپا ته کډوال شوي دي.

خو له هېواد څخه په پراخه کچه  د هېوادوالو کډه کېدو ته په کتو سره، د افغان حکومت سياست په دې برخه کې روښانه نه دى، په داسې حال کې جمهوري رياست د رد شوو پناه غووښتونکو منلو ته هرکلى کړى دى او هغه يې د هېواد له ژمنو سره سم بللي، د کډوالو چارو وزير څرګنده کړې چې افغانستان اوسنيو شرايط ته په پام سره نه شي کولى څو دا کډوال ومني.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال