کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): يو نادولتي بنسټ په هېواد کې د ژوند کولو لپاره د ځوانانو هڅول او اروپايي هېوادونو ته د هغوى د مخنيوي په خاطر، نن کابل کې کمپاين پيل کړ.
د "ځوان بهير" بنسټ مشر ادريس ستانکزي، چې دا کمپاين يې د بلبورډونو او تبليغاتي پوسترونو په لګولو سره پيل کړى، وويل چې دا پروګرام د يوې مياشتې لپاره کابل کې ترسره کېږي او وروسته به نورو ولايتونو کې هم پلى شي.
د نوموړي په وينا، له دې کمپاين سره سم به د ځوانانو د لاپوهاوي په تړاو له دولتي، مدني ټولنو او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له مسوولينو سره له هېواد څخه د ځوانانود تېښتې او په وړاندې يې پرتو ګواښونو په اړه غونډې جوړې شي.
ستانکزي زياته کړه، د ځوان بهير بنسټ هوډ لري، څو دا کمپاين د فېسبوک ټولنيزې شبکې په ګډون د بېلابېلو رسنيو له لارې خپور کړي، څو افغان ځوانان اروپا ته د کډوالۍ پرمهال له شته ستونزو څخه خبر شي.
د دې بنسټ د مسوول په اند، د افغانستان دښمنان غواړي څو د خلکو ترمنځ د بې اتفاقۍ او ناامنيو په رامنځ ته کولو سره، ځوانان خپل هېواد کې له ژوند کولو څخه زړه تورن کړي او هغوى وهڅوي چې بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي.
نوموړي دې موضوع ته په اشارې سره ځوانانو ته په خطاب کې وويل: " بايد موکه ور نه کړو، څو دښمنان خپلو موخو ته ورسېږي او هېواد کې د ځوانانو په اوسېدو سره د دې کار مخه ونيسئ."
ادريس ستانکزي په ورته وخت کې د ملي يووالي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، څو د ځوانانو ستونزو ته د لاسرسي لپاره د انساني قاچاق پديدې په وړاندې کلکه مبارزه وکړي.
د اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، وويل چې اروپا ته د تګ په برخه کې د شته ستونزو او ګواښونو په اړه ځوانانو ته د پوهاوي ورکول اړين دي.
نوموړي وويل: "ځوانان مخکې له دې چې فکر وکړي له افغانستان څخه ځي؛ هغوى بايد سوچ وکړي چې ولې او د څه لپاره هېواد پرېږدي؟ ځوانان د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او ان داسې کسان هم شته چې له خپل تګ څخه پښېمانه کېږي."
د اجرايي رياست مرستيال وياند څرګنده کړه، چې حکومت له هېواد څخه د ځوانانو د تېښتې مخنيوي لپاره د کارموندنې او امنيت ټينګښت پروګرامونه په پلان کې لري.
د دې ترڅنګ فيصل ټينګار وکړ چې د امنيت او ځوانانو وزګارتيا ستونزه په يوه او يا دوو مياشتو کې هوارېداى نه شي او ځوانان بايد له زغم څخه کار واخلي، څو په دې برخه کې د حکومت پروګرامونه عملي شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستيال کمال سادات چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه، وويل چې له هېواد څخه تېښته د حل لار نه ده او ځوانان کولى شي چې افغانستان کې د اوسېدو له لارې خپل هېواد ورغوي.
هغه وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په خپل وار هوډ لري، څو د کار او ټولنيزو چارو وزارت په همکارۍ، زرګونه ځوانان له هېواد څخه بهر عربي هېوادونو ته د کار لپاره واستوي.
ياد دولتي مقام، عربي هېوادونو ته د کار لپاره د ځوانانو استولو پروګرام د پيل مودې په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه ، دا مهال د ولايتونو په دولتي ادارو کې ٢٠زره تش پوستونه شته او لېوال کسان کولى شي چې غوښتنليکونه ور وسپاري.
له هېواد څخه د ځوانانو وتلو بهير په تېر يو کال کې ګړندى شوى دى، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني تېره اونۍ د دې وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې دې موده کې له هېواد څخه ١٤٦زره کسان په ناقانونه توګه بهرنيو هېوادونو ته تللي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










