منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د افغان کډوالو د را ايستو او د افغانۍ د لوېدو مخه دې ونيول شي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ۹۴): د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه له  حکومته غواړي تر څو له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د را ايستو او د افغانۍ بيې د رالوېدو مخه ونيسي.

د دې ټولنې مشر  معروف قادري نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل، کوم کسان چې د وزګارتيا له امله بهرنيو په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو تللي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

قادري وويل: "په افغانستان کې فقر او وزګاري اوج ته رسېدلې، ډېرو کسانو د ژوند د بقا په موخه هر څه پلورلي او اورپايي هېوادونو ته تللي، که چېرې دغه کسان بېرته افغانستان ته راواستول شي نو له ډېرو ستونزو سره به مخ شي."

ده زياته کړه، حکومتي چارواکي بايد د بهرنيو هېوادونو له چارواکو وغواړي چې په افغانستان کې د سياسي او اقتصادي وضعيت تر ښه والي،  افغان کډوالو ته په خپلو هېوادونو کې د اوسېدو اسانتياوې برابرې کړي.

هغه وايي: "که چېرې هغه کسان چې اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي بېرته افغانستان ته را واستول شي، وسله وال مخالفين به د هغوی له ناچارۍ ناوړه ګټه واخلي او په خپلو ليکو کې به يې د سرتېرو په توګه و ګوماري."

د خپرو شوو راپورونو له مخې، په روان ميلادي کال کې تر ١٤٦ زره زياتو ا فغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې وړانديزونه ورکړي او هېواد يې پرېيښې دى.

  قادري په نننۍ خبري ناسته کې له افغان دولت څخه غوښتل چې د لومړنيو خوراکي توکو د بيو د کنټرول په موخه دې د ډالرو بېې د لوړوالي مخه ونيسي، تر څو هغه کسان چې عوايد يې کم دي وکولای شي تر يوې کچې د خپل ژوند ستونزې هوارې کړي.

د پژواک خبري اژانس د تېرې ورځې د يو راپور له مخې،  په تېرو څلورو مياشتو کې د افغانيو ارزښت د ډالرو پر وړاندې ١٣ سلنه او د پاکستانۍ کلدارو پر وړاندې ٩ سلنه راټيټ شوى دى ، خو د خوراکي توکو بيې ١٨ سلنه او د سون توکو بيې ٤٠ سلنه لوړې شوې دي.

 تېره ورځ  يو امريکايي ډالر په ٦٨.٥٠ افغانۍ تبادله کېده خو نن په ٦٦.٥٠ تبادله کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال