کندهار ( پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤ ) : د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، په کندهار کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ٢٤٠٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې په لومړي ګام کې به ١٦٠٠ کډوالو ته د استوګنې يوه- يوه نومره ځمکه ورکړل شي.
په هېواد کې د نوې ادارې له راتلو وروسته دا لومړى ځل دى چې په کندهار کې پر کډوالو ځمکې وېشل کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي چې په همدې اړه يې نن د لېندۍ په ٥مه کندهار ته سفر کړى و، له والي او اړوندو نورو مسوولينو سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته معلومات ورکړل.
بلخي وويل، څو ورځې وړاندې يې د وزارت اړوند يو تخنيکي ټيم کندهار ته را استولى و، څو دغلته د کډوالو لپاره په ځانګړي شوي ښارګوټي کې د استوګنې نومرې معلومې او خط اندازي کړي.
هغه زياته کړه، اوس يې په خپله د يوه پلاوي په ملتيا دې ولايت ته سفر کړى، څو ښارګوټى له نږدې وويني او د استوګنې لپاره اماده شي.
نوموړي خبر ورکړ چې ډېر ژر به په دغه ښارګوټي کې د پاکو اوبو، سړکونو او برېښنا اسانتياوې برابرې کړي او وروسته به د ولايت د مرستيال په مشرۍ د ټاکل شوي کمېسيون له خوا پر کډوالو د استوګنې د نومرو وېش پيل شي.
د کډوالو وزير وويل، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې وار له مخه ورته ښارګوټي جوړ شوي، خو په کندهار کې له ژمنو سربېره تر اوسه دغه کار نه و شوى.
دى وايي، په لومړي ګام کې به ١٦٠٠ کډوالو کورنيو ته ځمکې ورکړل شي چې له ګاونډيو هېوادونو را ستانه شوي او د دې ولايت اصلي اوسېدونکي دي.
بلخي دغه راز يادونه وکړه چې په کندهار کې له يادو شوو کډوالو سربېره هغه زرګونه کډوال هم مېشت دي چې د بېلابېلو ستونزو له امله په تېرو کلونو کې دغه ولايت ته راغلي دي.
دغه زرګونه کډوال د کندهار په ميوند او ژيړۍ کې په جوړو شوو کمپونو کې استوګن دي.
نوموړي وويل، لومړى به په دې اړه يوه څېړنه کوي، تر څو دغه کډوال وپېژندل شي، وروسته به هغوى وهڅوي چې په خپله خوښه خپلو ولايتونو ته ستانه شي چې دولت به ورسره د ترانسپورټ او په خپلو ولايتونو کې د استوګنې د ځمکو مرسته هم وکړي.
د کډوالو چارو وزير په ټوليزه توګه له ګاونډيو هېوادونو څخه د کډوالو د راستنېدو په اړه وويل، اړوند وزارت هر کال د ٢٠٠ زره کډوالو لپاره امادګي لري چې خپل هېواد ته راستانه شي.
خو ده يادونه وکړه چې لا هم په هېواد کې نا امني او اقتصادي ستونزې د دې لامل دي چې هېواد ته د ټولو کډوالو د را ستنېدو په مخ کې خنډ شي.
د ده په خبره، په همدې موخه يې څو ځله له پاکستان سره په درې اړخيزو ناستو کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان استازو هم په کې برخه لرله، له دغه هېواده غوښتي چې په اجباري توګه دې کډوال خپل هېواد ته نه ستنوي.
دى زياتوي، څه موده وړاندې په پاکستان کې مېشت کډوال د پاکستان د امنيتي ځواکونو تر سخت فشار لاندې وو او هره ورځ يې له ٢ تر ٣ سوه کډوالې کورنۍ اړ کولې چې خپل هېواد ته ستنې شي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې هڅه کوي په پاکستان کې د افغان کډوالو د مېشتېدو موده د درېيو کلونو لپاره وغځوي، خو پاکستان هڅه کوي دغه موده د دوو کلونو لپاره وغځوي.
د ده په خبره، د هغوى هڅه به دا وي چې په دې ترڅ کې پاکستان هغو افغان کډوالو ته هم په دغه هېواد کې د استوګنې کارتونه ورکړي چې په تېرو دورو کې له دې پروسې پاتې شوي او يا يې کارتونه نه دي اخيستي.
هغه له پاکستان څخه وغوښتل، لکه څنګه چې يې په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې د افغان کډوالو مېلمه پالنه کړې، هماغه شان دې د څو نورو کلونو لپاره هم هغوى ته د ژوند شرايط مساعد کړي.
د يادونې ده چې کندهار ته په تېرو څوارلسو کلونو کې له پاکستان او ايران څخه زرګونه کډوال بيرته راستانه شوي، خو اړوندې ادارې ورسره هيڅ راز مرسته نه ده کړې او يوازې ورسره د کډوالو نړيوال سازمان UNHCR مالي مرسته کړې ده.
د کندهار د کډوالو چارو رييس محمد عظيم نوابي څه موده وړاندې له پژواک اژانس سره په مرکه کې ويلي و چې د دې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مار غر سيمه کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ٢٤٠٠ جريبه ځمکه بېله شوې، خو د تېرو څوارلسو کلونو په اوږدو کې په وار وار د کډوالو چارو وزارت پلاوي راغلل او له ژمنو سربېره د کډوالو پر ښارګوټي کار پيل نه شو.
دى وايي، تر دې مهاله ورسره تر ٣ زره ډېرو کډوالو کورنيو نومونه ثبت کړي چې بايد ځمکې ورکړل شي.
خو نوموړى زياتوي، چې په پنجوايي کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ځانګړې شوې ځمکه بسنه نه کوي، په همدې بنسټ په دامان ولسوالۍ کې هم د کډوالو د يوه بل ښارګوټي لپاره ٦ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې، چې د جوړولو لار څاري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










