کابل (پژواک،١٦ليندۍ٩٤): په ميدان وردګو ولايت کې له دوه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکيو مرستې وشوې او ډير ژر به په ننګرهار ولايت کې له څلور سوه نورو بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشي.
د ميدان وردګو ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په١٦مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ميدان ښار کې له ٢٠٠ سوه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د دې ولايت د کډوالو چارو رييس محمد شفيق د مرستو وېش پرمهال وويل چې دغه مرستې د ميدان وردګو له ولسواليو او ځينو نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته په راغليو بې ځايه شويو کورنيو و وېشل شوې.
ده وويل چې په راتلوونکو دوه مياشتو کې به له دې کورنيو سره نورې مرستې هم وشي.
ده وويل چې نننۍ مرستې د « Solidartes intarnational » موسسې له خوا له دې بې ځايه شويو سره شوې دي.
دغه راز د يادې موسسې مسوول محمد ابراهيم وويل چې په نننۍ مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۸۰ کيلوګرامه اوړه، ۷ کيلوګرامه وريجې، ۷ کيلوګرامه لوبيا،۱۰ کيلوګرامه غوړي او مالګه شامله دي.
محمد ابراهيم وويل، چې اداره به يې په راتلونکو دوو مياشتو کې ۷۰ کورنيو ته د چرګانو فارمونه جوړاو ۱۰۰ نورو کورنيو ته به د مالدارۍ لپاره څاروي ورکړي.
دغه راز د يو بلې اعلاميې له مخې په افغانستان کې د سره صليب مشر ستاين هوبن نن د ننګرهار له والي سليم خان کندوزي سره وليدل.
په دې ليدنه کې هوبن وويل چې سره صليب د روان ميلادي کال له پيله د دې ولايت د مومندرې،غني خېلو او يو شمېر نورو ولسواليو له دوه زره او پنځه سوه کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې د دوی سروې دوام لري او ډېر ژر به د يادو سيمو له څلور سوو نورو کډوالو کورنيو سره هم ورته مرستې ترسره کړي.
هغه وايي سره صليب په نړيواله کچه يوه بې پرې اداره ده او دوی په ختيځ زون کې د جګړې دواړو خواو څخه ١٣٠ جسدونه د هغوی کورنيو ته ور ليږدولي دي.
هغه ژمنه وکړه چې د کډوالو ترڅنګ به خپلو مرستو ته د روغتيا او پوهنې په برخو کې هم دوام ورکړي .
دغه راز د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د سره صليب نړيوالې کميټې مسوولينو څخه مننه وکړه چې په ننګرهار کې د مومندرې،غني خېل او يو شمېر نورو سيمو له دوه زره پنځه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره يې مرستې کړې دي.
نوموړي د سره صليب له چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې له نورو بې ځايه شويو کورنيو سره هم مرستې وکړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










