اسعداباد- جلال اباد= کلات (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٤): د ننګرهار، کونړ او زابل ولايتونو پر سلګونو بې ځايه شوو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې.
د کونړ د کډوالو چارو رييس محمدفاضل د ليندۍ په ١٨مه د مرستو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى له طبيعي پېښو او جګړو څخه د بېځايه شوو ٣٠٩ کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشلې.
هغه زياته کړه چې دغه نغدي مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا برابرې شوې وې او هرې کورنۍ ته يې سل امريکايي ډالر ورکړل.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي د ملګرو ملتونو له يادې ادارې مننه وکړه او ويې ويل چې دوى به په راتلونکي کې هم له دې کورنيو سره مرستې وکړي.
خان زرين چې د جګړو او نورو ستونزو له امله يې خپل کور او کرونده پرېيښې ده، پژواک ته وويل چې دا مرسته يې اړتياوې نه شي پوره کولى، بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.
بلخوا د ننګرهار د کډوالو چارو رياست له خوا پر نږډې ٥٠٠ داخلي بېځايه شوو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې له دې کورنيو سره د نغدو پيسو ترڅنګ د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.
د نوموړي په وينا، يادې کورنۍ له اچين، کوټ، شيرزادو، نازيانو او چپرهار ولسواليو څخه راکډه شوې چې دا مهال د غني خېلو، بټي کوټ، بهسودو او د جلا ل اباد ښار په بېلابېلو برخو کې مېشتې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يادې شمېرې له څلور سوه اته څلوېښت بېځايه شوو کورنيو سره د يو اېن اېس اې ار ادارې له لوري د سل – سل امريکايي ډالرو مرسته ترسره شوه
هغه وايي چې دغه راز پر نهه څلوېښت بې ځايه شويو کورنيو د ډبليو ايف پي او يونيسيار ادارو له لوري د يوې مياشتې خوراکي توکو ترڅنګ د اشپزخانې مکمل سيټ مرسته ترسره شوه .
بلخوا د ننګرهار د سرې مياشتې رياست د دې ولايت ۵۲ جګړه ځپلو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرسته وکړه.
۳۰ قلمه دا خوراکي او غېرې خوراکي توکي د ملګرو ملتونو هغه مرسته ده، چې د سرې مياشتې ټولنې له لوري هغو کورنيو ته ورکړل کېږي، چې په جګړو کې يې د کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله اوښتي وي.
د ننګرهار د سرې مياشتې رييس ننګيالي يوسفزي په جلال اباد کې د مرستو د وېش د پرواکرام په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې ۵۲ جګړه ځپلو قرباني کورنيو ته دا مرستې ووېشلې.
نوموړي وويل: ((موږ د جګړو ملکي قربانيانو ته دا مرستې رسوو، د سروې پر بنسټ مو په همدې تعداد کورنۍ په نښه او نن مو مرستې ور ورسولې، دا لړۍ دوام لري.))
د يو بل خبر له مخې، د زابل پر اړو او بېځايه شوو کورنيو هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري نغدي مرسته وشوه.
په زابل کې د ملګرو ملتونو د همکارې ادارې سي اېچ ډبليو ولايتي مسوول خوشحال اشرفي پژواک ته وويل چې دوى ٣٥٠ کورنيو باندې دغه مرسته ووېشله.
هغه زياته کړه چې هرې کورنۍ ته يې سل ډالره ورکړل.
نسيم هوتک، خان ولي او زيرک فهيم
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










